د يوه کس کښتۍ په سمندر کې سورۍ شوه، د ډوبېدو په حال کې و. خدای تعالی ته په دعا شو چې خدایه ومې ژغوره.
پر دې مهال ورته يوه کښتۍ راغله کښتۍ وان ورته وویل چې را پورته شه. ده ورته وویل ما خدای پاک ژغوري تا نه اړتیا نه شته. بله کښتۍ ورته راغله کښتۍ وان ورته وویل چې را پورته شه. ده، ده ته هم وویل چې ما خدای پاک ژغوري، تاته اړتیا نه لرم. هغه کښتۍ هم په خپله مخه لاړه.
همغه و چې سړی غرق شو، له غرقېدو وروسته جنت ته لاړ. هلته يې خدای پاک ته وویل چې دعا مې وکړه خو ودې نه ژغورلم.
خدای ج ورته وویل، تا نه غوښتل او د ژغورلو اراده دې هم نه لرله، ما خو دوه کښتۍ در ولېږلې، خو تا ونه غوښتل چې د ځان د ژغورلو هڅه وکړې.
اوس په لمونځونو، اخترونو، د جمعې په ورځ او په نورو بختورو ورځو کې ټول دعا کوو، چې خدايه سوله!
خدای ج به وايي چې لاسونه او پښې مې درکړې دي، عقل او فکر مې درکړي دي، د سولې خوندونه مې هم درته روښانه کړي دي. د جګړې زيانونه مې در ته ښودلي دي، د یوه کس وژل مې د بشریت وژل ګڼلی دی.
خو بیا هم تاسو د سولې پر ځای جګړې کوئ او بیا ټوله ورځ مو خولې اسمان ته نيولې دي. بهرنيان مو پلمه کول هغه هم لاړل، تاسو د سولې اراده نه لرئ. څوک چې د کوم کار اراده نه لري زه ظالم! نه یم چې په زوره يې در باندې تحمیل کړم.
تاسو د سولې اراده وکړئ، په همغه ورځ به سوله ستاسو دروازې در وټکوي.
زه د بې ارادې انسانانو پلوي نه یم.
کله نا کله انسان ته د ډېرو اساسي پرمختګونو چانس په لاس ورځي، خو انسان په هغه شېبه دا موقع نه درک کوي.