شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ځوانان او زاړه| دولت وزیري

ځوانان او زاړه| دولت وزیري

دا سمه ده چې ځوانان د تازه فکر خاوندان دي. کافي انرژي لري، قوت لري او د هر کار د تر سره کولو توان لري، خو یوازنی څه چې نه لري هغه تجربه او په حوصله فکر کول دي.

زاړه که د ګنټې، بېل او تورې وهلو توان نه لري، خو په خپله تجربه او په حوصله د فکر کولو توان لري، څه چې ځوانان يې نه لري. پوخ عمره کسان ښه لارښوونه او ځوانان ښه عملي اقدام کولی شي.

یو ځوان پر یوه نجلۍ مئین و. د نجلۍ د پلار کور ته ورغی او له جلۍ سره يې د واده غوښتنه وکړه. د جلۍ پلار ورته وویل، په یوه شرط لور درکوم چې هېڅ زوړ به واده کې را نه ولې. هلک کور ته راغی، خپل پلار او مور ته يې د هغه د شرط په هکله وویل. د هلک پلار او مور لومړی موافقه نه کوله، خو بیا يې د خپل زوی په خاطر موافقه وکړه، چې حتی نور زاړه څه چې دوی به هم د واده په ورځ نه ځي.

د هلک انا وویل، چې دا به حتمي واده ته ځي، که نه نو موافقه نه لري، اخر هلک مجبور شو چې د خپلې انا خبره په دې شرط ومني. چې انا به د موټر په ډالۍ کې اچوي تر څو د جلۍ پلار يې ونه ګوري.

کله چې د واده په ورځ د جلۍ کور ته ورغلل، د جلۍ پلار ته يې وویل، چې ستا شرط مو پوره کړ اوس دې لور را وباسه  چې له ځان سره يې بوځو.

د جلۍ پلار ورته وویل، بل شرط دا دی چې د کور مخکې وياله کې د اوبو پر ځای شيدې روانې کړئ، تر څو دا شرط پوره نه کړئ، خپله لور نه درکوم.

ځوانان هک پک شول او ټول راضي شول چې له جلۍ څخه تېر شي، ځکه د دې شرط د تر سره کولو امکان نه و.

دوی بېرته حرکت وکړ.

 هلک وویل، واده خو ونه شو راځئ خپله انا له ډالۍ را وباسم چې مړه نه شي. کله چې يې ډالۍ خلاصه کړه، انا يې ورته وویل، چې واده څنګه شو؟ هلک ورته وویل چې واده ونه شو، بېرته ځو.

انا يې وویل ولې؟

هلک وویل د جلۍ پلار وايي چې د کور مخې ویاله کې د اوبو پر ځای شيدې جاري کړئ که نه نو لور نه درکوم.

انا يې ورته وویل دا خو اسانه شرط دی، بېرته را وګرځئ ورته ووايي چې موږ شيدې چمتو کړي دي، چې د اوبو پر ځای جاري شي خو تاسو وياله له اوبو خالي کړئ.

د جلۍ پلار ور ته وویل دا ځواب خو د ځوانانو په توان کې نه شته. اوس هغه زوړ چېرې دی چې دا خبره يې در ښودلې ده؟

هلک ورته ډالۍ خلاصه کړه خپله انا يې ورته وښوده. د جلۍ پلار چې هوښیاره او با تجربه بوډۍ وليده، په ډېره خوشحالۍ چمتو شو چې خپله لور هلک ته ور واده کړي.

اساسي خبره داده

يو ماشين جوړوي،

بل يې حفظ او مراقبت کوي،

درېيم يې چلوي،

په هېڅ صورت يو د بل کا نه شي کولای،

اردو هم همداسې ده،

یو ډزې کوي،

بل د ډزو لپاره پلان جوړوي،

درېیم د دې دواړو څارنه او ښودنه کوي

دلته هم يو د بل کار نه شي کولای!!!

تر څلوېښت کلنۍ پورې د ډزو او ټوپو والا دي،

تر شپېته کلنۍ پورې د پلان جوړولو واک او توان لري،

تر شپېته کلنۍ پورته د سوق و ادارې او ښودنې توان او صلاحیت لري.

وايي،

هر څوک پيدا دی خو خپل کار لره که نه

او یا دا چې،

ترکاڼي د بیزو کار نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب