شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو د امنيت شورا: ايمن الظواهري په افغانستان کې دی

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا: ايمن الظواهري په افغانستان کې دی

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د څار کمېټې د غړو هېوادونو ارزونې ښيي چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په افغانستان کې دی.

دغې کمېټې په خپل رپوټ کې ويلي چې هغه اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی او داسې بريښي چې د الظواهري ځايناستی به سيف العدل وي.

ويل کيږي چې سيف العدل په ايران کې اوسېږي.

بل خوا افغان حکومت بيا بيا ټينګار کړی چې طالبان له القاعدې سره ژورې اړیکې لري، خو طالبان وايي چې له القاعدې سره يې د يارۍ مزي شلولي دي.

له القاعدې سره د اړيکو پرې کېدل د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې يوه تر ټولو مهمه مساله ده.

په رپوټ کې وړاندې ويل شوي چې القاعدې ترهګره ډله د افغانستان په پنځلسو ولايتونو او تر ډيره په خیځو، سويلي او سويل ختیځو ولایتونو کی حضور لري او د دې ډلې غړي د افغانستان، پاکستان، بنګله ديش هند او ميانمار هېوادونو وګړي دي.

د‌ملګروملتونو امنيت شورا دغه راز وايي چې د داعش خراسان څانګې په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې له ځپل کیدو وروسته د نورستان، بادغيس سرپل، بغلان، او بدخشان په څېر ولايتونو کې خپل فعاليتونه پېل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د څار کمېټې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې دغې ډلې د کابل په شاوا خوا سيمو کې خپلې مورچې جوړې کړې دي او دغلته د‌ لږکيو، فعالانو، دولتي کارکوونکو او افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

دغې کمېټې دغه راز ويلي دي چې د داعش خراسان څانګې خپلې د جلب او جذب هڅې زياتې کړې دي او غواړي هغه جنګيالي خپلو ليکو ته جذب کړي چې د امريکا او طالبان تر منځ د سولې مخالف دي.

په رپوټ کې راغلي چې ددې ډلې مشران په دې هڅه کې دي چي له عراق سوريې او نورو جګړه ځپلو سيمو او هېوادونو نه هم جنګيالي جذب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب