جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحب: پاکستان باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

محب: پاکستان باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

تاند ( شنبه، د اسد ۲) د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وایي افغانستان ته د ثبات په راتګ ټوله سیمه له امنیت او پرمختګ برخمنېدای شي.

نوموړي دا خبرې په لندن کې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې وکړې.

 په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې پاکستان باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او دواړه هېوادونه کولی شي د متقابل درناوي له لارې خپلې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.

نواز شریف ویلي افغانستان په سیمه کې مهم هېواد دی او ددغه هېواد په ثبات او امنیت سره به ټولې سیمې ته پرمختګ راشي.

هغه ویلي پاکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي او په سیمه کې دې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

واشنګټن کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون ترسره کړ

1 COMMENT

  1. دا د شیطان بچی درواغ وایې. دومره خیانت چې نواز شریف حرمونی له افغانستان سره کړی د نړۍ په مخ بل چا نه دی کړئ. زه نه پوهېږم چې ښاغلي محب له دې ملعون سره ولې لیدنه کړې. دده لیدنه د افغانستان هيڅ درد دوا نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب