جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم. م امنیت شورا: ځينې ترهګرې ډلې افغانستان کې د پياوړي کېدو...

م. م امنیت شورا: ځينې ترهګرې ډلې افغانستان کې د پياوړي کېدو هڅه کوي

تاند ( شنبه، د اسد ۲) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي،  چې داعش ډلې په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې ماتې وخوړه، رهبران یې ووژل شول، خو دغه ډلې نورو ولایتونو ته مخه کړې ده او هڅه کوي خپلې لیکي پیاوړې کړي.

ملګري ملتونه وایي دغه ډله ځوانان او هغه وسله وال طالبان او سخت دریځي جلبوي، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالف دي.

ملګري ملتونه همدا راز وايي، چې القاعده شبکه هم په افغانستان کې فعاله ده او دمګړی په پنځلسو ولایتونو کې حضور لري.

د سرچینې د راپور په حواله د دغه ډلې په لیکو کې د افغانانو تر څنګ د سیمې د هېوادونو وګړي هم شته دي.

ملګرو ملتونو ادعا کړې چې د القاعده شبکې مشر هم په افغانستان کې دی خو له ناروغۍ کړېږي.

سرچینې په خپل راپور کې یو ځل بیا په نړیواله کچه د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، طالبانو په کندهار کې د بشریت پر ضد جنایتونه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب