جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار ډله وايي، طالبانو په کندهار کې د...

د بشري حقونو د څار ډله وايي، طالبانو په کندهار کې د بشریت پر ضد جنایتونه کړي

تاند(شنبه، د اسد ۲) د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې وسله والو طالبانو د کندهار د ولسوالیو له نیولو وروسته سلګونه تنه په دې نوم نیولي چې له حکومت سره یې مرسته کړې ده.

د بشري حقونو د دې نړیوالې ادارې د راپور له مخې، طالبانو اکثره نیولي کسان وژلي دي.

د کندهار چارواکي وايي چې طالبانو یوازې په سپین بولدک ولسوالي کې شاوخوا ۴۰۰ تنه له کورونو ایستلي او وژلي یا له ځان سره نامعلوم ځای ته بېولي دي.

دې ډلې سپین بولدک د جولای په اتمه ونیوه او د سیمې د اوسېدونکو په وینا نامعلوم کسان هره ورځ د خلکو کورونو ته ننوځي او ځوانان یا ځای پر ځای په کورونو کې وژني یا له ځان سره بیايي.

د سپین بولدک ځینې اوسېدونکي وايي چې دا وژنې پاکستانیان کوي. د ځینو وژنو په اړه ځايي طالبانو هم حیرانتیا ښوولې ده.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې طالبانو په سپین بولدک کې ۳۰۰ تنه نیولي چې د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نه شته.

د دې ادارې د اسیا ريیسې پتریشیا ګاسمن ویلي«ژوره اندېښنه شته چې طالبان ممکن په کندهار کې د حکومتي مامورینو او امنیتي ځواکونو پر ضد نورې بې رحمۍ وکړي.»

د طالبانو مشرانو او ویندویانو دا تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې دا د اشغالګرو او ګوډاګیو رسنیو تبلیغات دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه توند او ګواښونکي پیغام کې ویلي چې په سپین بولدک کې هیڅوک نه دي وژل شوي.

دې ډلې همداراز د افغانستان حکومت د سولې مخالف بللی او ویلي یې دي چې طالبان غواړي چې د افغانستان مسله په سوله ییز ډول حل شي او که امنیتي ځواکونه وسلې وروسپاري، جګړې ته به اړتیا نه پیدا کېږي.

2 COMMENTS

  1. دا هیڅ دروغ ندي، زما ملګری کیسه کوي چې کله طالبانو سیمه ونیوله نو هغه له سیمې ووتو خو طالبانو يې پلار اووروڼه دومره وهلي اوربړولي چې هیڅ په خوله نه راځي ددې لپاره چې زوی ورته پیدا کړي

  2. ذبيح الشيطانه رذيله ته خو يو لعنتي د پنجاب غلام يې. زما نيږدې ملګري سي په چمن کې اوسيږي راته وويل سي طاغوتي لعنتي طاليب دجالانو له کورو څلور سوه کسان پدې تور ووژل سي دوۍ د حکومت پلويان وه. ای رذيله ای خنزيره ?ذبيح الطاغوته ! لمر په دوو ګوتو نه پټيږي. که تاسي افغانان او افغاني وينه مو په رګو کې له پنجابي تورمخي خپلې يرغمل شوې اورتې وژغورۍ!!! ای دجالزويه ای د ابی ابن خلف کافر اولادې؟ د تاسي وينه لکه د خنزير داسي مرداره ده. تاسي غلامان تاسي د اسلام او بشريت او افغانانو دښمنان ياست. تف لعنت ستاسي په نسل ????????

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب