جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهواشنګټن کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون ترسره کړ

واشنګټن کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون ترسره کړ

تاند ( شنبه، د اسد ۲) په واشنګټن کې مېشتو افغانانو، افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې او دغه هېواد کې د سلسلې علي خېل د تښتولو په غبرګون کې سوله ييز لاريون ترسره کړ.

دا لاریون تېره ورځ جمعه مازیګر په لاونډېس څلورلاري کې د پاکستان عالي کمېسیون مخې ته ترسره شو.

لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې کوله، چې یاد هېواد دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دوی دغه راز په پاکستان کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي خېل د عاملینو د نیولو غوښتنه هم کوله.

لاریون کوونکو ویل افغانستان کې له ترهګرو کلک ملاتړ کوونکی هېواد پاکستان دی او دا هېواد باید نور له دې کارونو لاس واخلي.

«موږ  په افغانستان کې دایمي اوربند غواړو، افغانستان کې نوره نیابتي جګړه ختمه کړئ» او نور هغه شعارونه وو، چې لاریون کوونکو په خپلو لاسونو کې په لیکلي بڼه لېږدول.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ځینو افغانانو د دغه هېواد پر ضد لاریون کړی او دغه راز په یوشمېر ولایتونو کې د یاد هېواد د کونسلګریو د تړل کېدو غوښتنې وشوې.

همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستان پر ضد غبرګونونه لا دوام لري.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پاکستان پر ضد افغانانو وروسته له هغې لاریونونه پیل کړل کله، چې په یاد هېواد کې د افغان سفیر لور وتښتول شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب