Home+لوبلړۍ هند خو وروستۍ لوبه سرېلانکا وګټله

لوبلړۍ هند خو وروستۍ لوبه سرېلانکا وګټله

تاند ( شنبه، د اسد ۲) سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې په ۳يمه يو ورځنۍ لوبه کې هندوستان ته په ۳ ويکټو ماته ورکړه خو دغه لوبلړۍ هندوستان ۲-۱ وګټله.

وروستۍ لوبه تېره شپه ترسره شوه، چې په کې هند په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې او سرېلانکا ته یې د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ.

پرتوي شاه ۴۹ او سنجو سمسون بیا ۴۶ تر نور ډېرې منډې وکړې.

سرېلانکا لپاره بیا اکېلا دننجایا ۳ هندي لوبغاړي وسوځول.

سرېلانکا د ۷ لوبغاړو په زیان ۲۲۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۳ لوبغاړو په شتون وګټله.

فرنندو ۷۶ او بنوکا ۶۵ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

هند لپاره بیا راهول چاهار ۳ سرېلانکایي لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې هندۍ لوبډلې ګټلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...