جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد خلکو په وړاندې خبرې نه شئ کولی؟

د خلکو په وړاندې خبرې نه شئ کولی؟

د عابد عارف پوښتنه

 زه هم یوه رواني ستونزه لرم هغه دا چې د خلکو په وړاندې خبرې نه شم کولی او شرمیږم، خبرو کولو ته مې ښه زړه کیږي خو جرأت نه شم کولای او کله چې د خلکو په وړاندې خبرې کوم وارخطا کیږم او د زړه حرکات مې زیاتیږي په دې اړه ستاسې مشورې ته سترګې په لار یم.

مننه ستاسې یوهیوادوال عارف عابد

د ارواپوه ښاغلي سمون تصمیم ځواب:

لومړی خو د ځواب د ځنډ لپاره بښنه غواړم.
ستاسې ستونزه نوې نه ده، ډیر خلک تاسې په شان حالت سره مخامخ کیږي. دې ستونزې ته په ارواپوهنه کې د ټولنیزو موقعیتونو څخه ویره ویل کیږي.

په دې حالت کې انسان د خاصو موقعیتونو څخه ویره پیدا کوي، ډیرکله شخص داسي فکر کوي چې که په ټولنیزو موقعیتونو کې خبری وکړي نو په انتقادی نظر به ورته وکتل شي او یا هم دوی د خلکو پر وړاندی د خبرو کولو وړتیا نه لري. دا ستونزه درې اړخه لري، لمړی اړخ ېي رواني دوهم اړخ ېي بدنی دی او دریم اړخ ېي سلوکې دی.

رواني اړخ بېلګې ېي په ورځني ژوند کې په ټولنیزو موقعیتونو کې د خبرو کولو نه ډډه کول، د ټولنیزو موقعیتونو څخه لریوالی، د نورو د نظر لاندی رتللو نه ویره او داسې نور حالتونه کیدلای شي.

په فزیکي ارخ کې یې د زړه د ضربان لوړیدل، په ټولنیزو موقعیتونو کې د خولو راماتیدل، د سا تنګۍ پیدا کیدل، د بدن لرزه، او داسی نور عوامل کېدای شي.

او په سلوکي اړخ کې ېي خاموشي، تل د یو دوست ملاتړ او نږدېوالي ته اړتیا لرل کیدای شي.

ددې ستونزې د حل لپاره باید دوو اړخونو ته توجه وشي. لمړی ارخ ېی د فزیکي عواملو د کمښت دی او دوهم ارخ ېي د روانی عواملو د کنترول لپاره اوړدمهاله اقدامات نیول دي.

د زړه د ضربان د کنترول او د سا تنګۍ د حل لپاره باید د سا د کنترول د لارو څخه استفاده وشي. یوه ښه لاره ېي دا ده چې کله د داسي حالتونو سره مخامخ کیږئ د ۴-۲-۶ ثانیو د سا اخیستنی د تکتیک څخه ګټه واخلئ. یو لاس مو پر ګیډه او بل لاس مو پر سینه کیږدئ، لمړی د ۴ ثانیو په دوران کې د پوزې له لارې سا واخلئ او ۲ ثانېي ېي وساتی او بیا ېي د ۶ ثانیو په دوران کې د خولې له لارې وباسئ. دا کار په متواتر ډول اجرا کړئ نو د زړه ضربان به مو نورمال او سا تنګي به مو ښه شي.

د رواني ارخ د حل لپاره باید په خپلو افکارو کې ځیني بدلونونه راوړو. مهم او موثر بدلونونه به ېي دا لاندې وي.
–   خپل منفي افکار بدلول: ځیني منفي افکار ددې باعث ګرځي ترڅو په ټولنیزو موقعیتونو کې خپل جرأت له لاسه ورکړئ. لمړی باید دا افکار بدلون ومومي. ځیني کسان داسې فکر کوي چې په ټولنیزو موقعیتونو کې به سمې خبري ونشي کړای او خطا سره به مخامخ شي، ځینی نور بیا د آواز د لرزیدو نه ویره لری او فکر کوي چې خبري به يې نا مناسبې وي. لمړی قدم دا دی چې داسي افکار په نښه کړئ او بیا ېي په منطقي ډول تحلیل کړئ. د مثال په ډول، آیا تاسی مطمئن یاست چې خبرې به مو مناسبې نه وي؟ د داسی منطقي تحلیل نه وروسته تاسی کولای شئ دا افکار په منطقی افکارو بدل کړئ.

–   د خپلو ویرو سره مخامخیدل: که د هغه څه څخه چې ویره لرئ ځان لرې وساتئ نو په آني او لنډ مهاله ډول به ترې خلاصی ومومئ خو په اوږد مهال کې به مو ستونزه لا ژوره شي. مناسبه لار ېي دا ده چې د خپلو ویرو سره مخامخ شئ او د لرې کولو لپاره ېي منظقی لاری وپلټئ ترڅو ستونزه د تل لپاره حل شي.

–   د ستونزې د حل په برخه کې عجله نه کول: د ستونزو په حل کې د زغم او حوصلې څخه کار اخیستل د رواني ستونزو د حل د اساسي اوبنیادي اصولو څخه دی. کوښښ مه کوئ ترڅو ترټولو لویه ویره مو په لمړي سر کې حل کړئ برعکس، کوښښ وکړئ ترڅو د کوچنیو ویرو نه شروع وکړئ ترڅو د لوېي ویری حل ته آماده اوسئ او د لاس ته راوړې تجربې څخه په استفاده کولای شئ چې لوېي ستونزې او ویرې مو په آسانۍ سره حل کړئ.

رواني ستونزی ډیر کله د شخص په خپل کوښښ سره حل کیدای شي خو که شخص ونشي کولای چې ستونزې شخصاً حل کړي لازمه ده چې باید د یو ارواپوه سره وګوري. که د ذکر شوو لارو د پلي کولو سره مو ستون��ه حل شوه نو ډیره به ښه وي خوکه بیا هم ستونزه پاتې وه نو زما وړاندیز به دا وي چې د یو مسلکي ارواپوه سره مشوره وکړئ او کومک ېي وغواړئ.

هیله ده چې هغه ذکر شوي لاری تاسي لپاره موثری واقع شي او ستونزه مو ډیر ژر حل شي.
مننه.

سمون تصمیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب