Homeخبرونهپوهنې وزارت د ښوونځيو د آزموينو نېټه اعلان کړه

پوهنې وزارت د ښوونځيو د آزموينو نېټه اعلان کړه

تاند (جمعه د اسد ۱)د‌ پوهنې وزارت د کرونا وېروس له امله د ښوونځيو د رخصتۍ له پای ته رسېدو سره سم د آزموينو د اخېستو نېټه اعلان کړه.
د پوهنې وزارت ويانده نجيبه آرين وايي چې د ګرمسير و(تودو)سيمو کلنۍ آزموينې چې بشپړې شوې نه وې او د ځينو مضمونونو پاتې وې او دغه راز د سړو سيمو څلور نيم میاشتنۍ آزموينې د راروانې اونۍ په پنجشنبه( د زمري مياشتې په ۶مه) د روغتيايي لارښوونو په پام کې نيولو سره پېلېږي.
بل خوا د لوړو زده کړو وزارت وايي چې سبا به د هېواد د پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه هم پرېکړه وشي.
د‌پوهنې وزارت وايي چې د ښوونځيو زده کوونکي د آزموينو له پېلېدو درې ورځې مخکې له خپلو ښوونځيو نه د آزموينو مهالويش تر لاسه کولای شي.
د پوهنې برخه د کرونا وېروس له امله د نړۍ په کچه يو ه له تر ټولو اغېزمنه برخو ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...