شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پاکستان ولې او تر کومې د طالب ملاتړ کوي؟

پاکستان ولې او تر کومې د طالب ملاتړ کوي؟

ليکوال: اتل سمسور

زه په دې تحليل کې دا نه ثابتوم، چې پاکستان د طالب ملاتړ کوي که نه؟ ځکه په دې اړه د دې هېواد او نړۍ ووړ او زوړ پوهېږي او دا هر چاته پته ده، چې غوا توره پۍ يې سپينې! دلته دا خبره سپينوم، چې پاکستان ولې د افغانستان پر وړاندې د طالب پراخ ملاتړ ته بډوهلی راوتی او دغه ملاتړ به يې تر کومې دوام کوي؟ 

لومړی به په لنډو کې ووايم، چې  پاکستان تر هغې د طالب ملاتړی دی، چې د افغانستان نظام پرې راوپرځوي او بس!  خو ولې؟ ځکه پاکستان په افغانستان کې هيڅ داسې نظام نه غواړي، چې لږ تر لږه په خپلو پښو ولاړ وي او  د پاکستان په مقابل کې د خپل حق غوښتنه وکړي، يا لږ تر لږه له دوی سره د سيالۍ پر لور يو ګام واخلي. زه يې څو بېلګې درته وايم. د ډاکتر نجيب الله نظام چې په افغانستان کې کابو يو پايداره نظام و او له پاکستانه يې د خپل حق غوښتنه کوله، پاکستان يې په مقابل کې د جهاد په نوم د اوو تنظيمونو ملاتړ تر هغې وکړ، چې نظام يې پرې سقوط کړ. کله چې د شهيد ډاکتر نجيب الله نظام راوپرځېد او د مجاهدينو په نوم جګړه مار واک ته ورسېدل، د پاکستان موخه پوره شوه او له اوه واړو تنظيمونو  يې لاس واخيست. خو پاکستان بيا هم په کراره کښېنناست. هغه له دې وېرېده، چې هسې نه په افغانستان کې يو واحد نظام بيا جوړ شي، ځکه يې رهبران په خپلو کې سره وجنګول او په دوی پسې يې د طالبانو جګړه ملاتړ کړه، چې په افغانستان کې هيڅ نظام او نظام داري جوړه نه شي. 

د مجاهدينو په نوم د جګړه مارو نظام يې په طالب وواهه او کله چې پوه شو، اوس د طالب پښې پر ځمکه لګېږي، نو يې د امريکې لښکرو ته په ښکاره لار ورکړه، چې طالب يې پرې ټوټه ټوټه کړ. دلته يې د امريکې په هوايې او ځمکني ځواک طالب وواهه او له هر ډول انساني او سیاسي ارونو يې پښه واړوله او لوی لوی طالبان يې په امريکې ورخرڅ کړل. کله  چې په افغانستان کې جمهوريت جوړ او د پياوړي کېدو پر خوا يې مزل پيل کړ، پاکستان ورته بيا پاشل شوی طالب راټول کړ او د مرستې سينه يې ورته وډبوله. طالب چې عقدې پسې اخيستی و، دې ته يې ونه کتل، چې پرون دې له امريکې سره لاس يو کړ او زه دې پرې ټوټه ټوټه کړم؛ نو نن څومره زما خواخوږی يې چې د ورور  پر وړاندې مې جنګوې، خو بس خپلې ناروا جګړې ته يې د جهاد په نوم دوام ورکړ او د پاکستان د دوکې په لومه کې ښکېل شو. 

تر هغې چې پاکستان له جمهوريته په وېره کې وي، طالب يې لاس تړلی غلام او عسکر دی او د جمهوريت پر وړاندې به يې جنګوي. خو په ياد ولرئ، که  خدای مه کړه او بيا هم خدای مه کړه، که جمهوريت ړنګ شو او طالب خدای مه کړه ټول افغانستان ونيو، په خدای قسم که له پاکستانه په ارام حکومت وکړي او يا په افغانستان کې په چوکۍ کېني.  ځکه د پاکستان مراد احمد او محمود نه دي. د هغوی مراد په افغانستان کې د هر ډول نظام راپرځول او په جګړه کې د افغانانو بوخت ساتل دي. څومره چې په افغانستان کې د جګړې ماشين چالان وي، دوی ورته خوښ دي او دا کار يې په ګټه دی. ځکه پاکستان بيا هم په افغانستان کې له نسبي باثباته نظامه وېره لري او په هیڅ صورت يې نه شي زغملی. خو که د دوی په خوښه نظام وي، بيا يې زغمي او ملاتړ يې کوي. ددوی په خوښه يانې څه؟ لنډه به ووايم، چې افغانستان د پاکستان يوه شي او بس!   لومړی خو دې طالب پر افغانستان د بيا واکمنۍ خوب اوبو ته ووايي؛ خو که خدای مه کړه او الله دې نه کوي، طالب  واکمن شو، دی دوه انتخابه  لري. يو يې د پنجاب غلامي او بل يې کورنۍ جګړه! يانې يا به خپل نظام ساتي، چې د پنجاب دغلامي کړۍ به يې په غاړه کې وي او يا به هېواد او ولس ساتي چې په دې صورت کې به د پاکستاني روزل شوي غلام مرمۍ ته خپل ټټر نيسي او جګړه به له نني حالته پېچلې، مرداره او شرموونکې وي. 

لومړۍ لار يې دا ده، چې دی به په افغانستان کې مطلق د پنجاب غلام او استازی وي او افغانستان به د پنجاب پنځمه صوبه وي.  هر څه چې ورته پنجاب وايي، دوی مجبور دي، چې و يې مني. يعنې دوی به د پنجاب هغه شرطونه مني، چې افغان حکومت او جمهوريت ترې اوس انکار کړی او له پاکستان سره يوې لويې جګړې ته ورغاړې وتی دی. افغانستان به بهرنۍ خپلواکي نه لري او د خپل سياست بهرنۍ پولې به د پنجاب په خوښه معلوموي. د افغانستان اوسنۍ شل کلنې لاسته راوړنې به طالب له خاورو سره خاورې کوي او دا هېواد به په سلګونه کاله شاتګ ته اړکوي، چې له پاکستان سره هيڅ ډول د سيالۍ ګام وانه خلي. پوځ او د حکومت سيستم او نظام به يو مخ له منځه ځي او د دوی استبدادي دوديز نظام به بيا حاکمېږي، چې د دې هېواد وګړي تل د نورو په کوڅو کې ټاټکي وچلوي. د ډيورنډ په کرښه به ورسره معامله کوي، چې يادې نقطې ته ولسمشر محمد اشرف غني په خوست ولايت کې د خپلې وينا پر مهال هم اشاره وکړه. 

خو که طالب په هغه صورت کې له پاکستانه سرکشي وکړي او د دوی خبرو ته غوږ ونه نيسي  او پاکستان خپلو موخو ته ونه رسوي؛ نو يې په افغانستان کې هيڅ ځای نه شته او ډېر ژر به وګورئ، چې د داعش مرداره جګړه په افغانستان کې لنګه شي. بيا دې طالب دا خوب اوبو ته ووایي، چې ګنې دی به په ارامه په دې هېواد حاکميت وکړي. يانې که طالب فکر کوي،  چې د يو پرمختللي او له نړۍ سره د سيال هېواد په توګه به افغانستان رهبري کړي، نو خيال است و محال است وجنون است! په دې وخت کې به بيا طالب د نظام داسې اربکی وي، لکه پخواني مجاهدين چې د جمهوريت په دفاع کې  له طالب سره په لومړۍ کرښه کې وجنګېدل.  ځکه پاکستان د افغانستان د پرمختګ دښمن دی؛ نوره کومه مدعا نه لري. ځينې طالب پلوه شنونکي چې په افغانستان کې د حاکم نظام مخالف دي او  يا له جمهوريته خفه دي،  په دې اند دي، چې که طالب افغانستان ونيسي، بيا د پاکستان وار دی او خير يې نه شته؛ بيا هم دا نظر د افغانستان هيڅ درد نه دوا کوي. ځکه افغانستان کې بيا هم جګړه ده او  هېواد  د بربادۍ خوا ته بيايي، چې د طالبي حکومت دوه‌يم انتخاب ته ورنږدې کېږي. 

شايد پورتنی تحليل طالب او طالب اندي ونه مني. نه منل يې د دوی حق دی! ولې؟ ځکه دوی ته فرېب او دوکه ورکړل شوې او دوی غولول شوي دي. دوی ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د اسلامي جمهوريت تر چتر لاندې پرتو سيمو ډېر غلط او ناسم تصوير ورکړل شوی دی.  ښه! دا هم درته وايم، چې دوی څنګه غولول کېږي؟ 

ولولئ د دا ډول تېرايستنو او غولولو لپاره د صالح محمد صالح اثر دوی څوک و؟ يوه کیسه يې درته کوم، بيا به دا درته ووايم، چې پرون مجاهد او نن طالب څنګه وغولول شول؟ دا کتاب ډېر جالب واقعات لري. په يوه واقعه کې ليکي چې يو انګرېز د مسلمانانو د غولولو او دوکې ورکولو لپاره له ځانه لوی پير او ملا جوړ کړی و. د مسلمانانو د حالاتو معلومولو او په دوی کې د نفوذ کولو لپاره يې تر بخارا او سمرقنده مزلونه کړي وو. کله چې د علماو له يو وفد سره هرات ته راغی، دا مهال يعقوب خان د هرات والي و. سره له دې چې عصبي توازن يې زندان ورخراب کړی و، خو دې انګرېز ته يې په مجلس کې ويلي وو، چې ته ماته روغ نه ښکارې! ته ماته انګرېز ښکارې! بيا ورسره ملګرو علماو، چې دده په اصليت نه و پوه؛ يعقوب ته ويلي وو، چې سبحان الله په يو لوی عالم دومره لوی تور لګول څه مانا؟  دا انګرېز ملا وايي، چې زه په اسلامي نړۍ ډېر وګرځېدم، خو له لېوني يعقوب خان پرته هيچا ونه پېژندم. دا واقعه په خپله دې انګرېز ليکلې، که دلچسپي لرئ، کتاب ورپسې وګورئ!

ښه دا غولول داسې کېږي، چې په استختباراتي کړيو کې داسې کسان ګومارل کېږي، چې له خپل وطن او ولس سره مينه ولري. دوی قرباني ورکوي، دين زده کوي، لويه ږيره پرېږدي، د خدای ډېر عبادت کوي او همدغه استخباراتي کړۍ يې شهرت او په ټولنه کې د نېک نوم لپاره بې درېغه کار کوي. دا يوه ډلګۍ وي او ددې ډلګۍ ټول عبادت او ديني زده کړه مازې ريا او منافقت وي. دا هر څه د فرېب او دوکې لپاره وي. دوی نور ساده علما، د دين په دام کې راګېروي. پیسې ورکوي، ستونزې يې ورحلوي په ژړا او د لسوزۍ ورسره داسې روابط جوړوي، چې د خپل جعل او تزوير پر مټ ورته هر څه واقعت وښيي. تل ورسره په هغو مسايلو د دين له زاويې خبرې کوي، چې ددوی د موخو سرټکي او سرې کرښې وي. ورو ورو د اشبکه او نيټورک پراخ شي. د طالبانو مشران په باور کې واخلي. په عوامو ځان ومني. عوامو ته ځان د خدای رښتینی بنده او سپين چرګ معرفي کړي؛ خو په داخل کې لېوه وي. عوام الناس او ساده طالبان چې له دين سره بې کچه مينه لري، په خپلو تقريرونو او خبرو دوکه کړي. ورته وژاړي، د خدای او د هغه د رښتيني پيغمبر ويناوې ورته د خپلو موخو مطابق داسې تفسير او تعبير کړي، چې د دوی احساسات په څپو او جذبو راولي، نور دوی ترې خپله ګټه اخلي. پاکستان او امريکا تل همدا لوبه کړې او کوي يې. پرون يې مجاهدينو ته ژړل او له دوی سره يې خواخوږي کوله، چې زموږ ورونه ياست او په ملک مو روس حمله کړې، موږ درسره دې قربانۍ ته تيار يو او نن طالب ته ناست دی او ژاړي ورته وايي، چې ته مظلوم يې ستا په ملک امریکا يرغل کړی زه يوازې د ديني ورورګلوۍ په موخه درسره ولاړ يم. په افغانستان کې بايد دا ناروا نظام ختم شي، يو اسلامي نظام بايد راشي، چې افغانان د ارام ساه واخلي. خير دی که زموږ تاوان دی، خو څه وکړو، موږ په دين کې سره ورونه يو. پيسي هم درکوو، ځواکونه هم درسره جګړې ته لېږو؛ خو چې دا مرتد نظام او مرتدين له منځه يوسو. خو دا کار استخباراتي ادارې مستقيما او مخامخ نه کوي او ځان له دې نيرنګه ليرې ساتي؛ خو خپله منافقه ډلګۍ د علماو په جامه کې له هره اړخه تمويلوي او راپور ترې اخلي. په همدغو نيرنګونو پرون مجاهد او نن طالب وغولول شو.  د نن او پرون هيڅ توپير نه شته. کله چې ساده ملا او ساده طالب د دوی دا ريايي اخلاص او د تمساح اوښکې وويني، فکر کوي، چې دا خو ولا زما دوست دی، راباندې دردېږي، راسره خواخوږي لري، بس ايسته دوکه شي او د دې منافقينو په خوله خپل ورور ووژني. دوی له واقعيتونو ډېر ليرې ساتل کېږي او د دې هېواد هر وګړی ورته کافر، مباح الدم او واجب القتل پېژندل کېږي. دوی ته عقدې ورکړل کېږي او دا امتياز ورکول کېږي، چې ته له هغه بهتر يې. هغه په دار حرب کې دی، نو بناء بايد ووژل شي. ښه بېلګه يې د استاد سياف هغه خبره ده، چې له پاکستانه به يې ويل، چې په کابل کې ټول زنديقان دي او تر هغې چې کابل د دوی په وينو ونه مينځل شي، نه پاکېږي. 

 شايد په تاسو کې هم ډېر چې دا ډول دوکه شوي ياست او يا له دغو دوکه شويو سره خواخوږي لرئ او دا ليکنه لولئ، غاښونه به چيچئ او وايئ به چې دا خبرې سمې نه دي. خو نن چې حکمتيار د ننګرهار جګړه  خپله تېروتنه ګڼي، هغه مهال يې د دين په نامه دا جګړه کوله.  په يقين درته وايم، چې د نن جګړه مار  به هم يو وخت پوه شي، خو وخت به تېر وي.  يانې اوس يې نه منئ، خو ډېر ژر به يې ومنئ!

ښه اوس طالب ته څه کول په کار دي؟ د طالبانو لپاره اوس بهترين او طلايي چانس دی او د اوړو يوه پوزه ورته جوړه ده، چې د امریکا پر وړاندې يې د جهاد ډنډوره غږوله او دا دی امريکايان ووتل. دوی بايد له دې چانسه اعظمي استفاده وکړي او راشي سولې ته غاړه کېږدي. د افغانانو لپاره اشخاص مهم نه دي، که يې محمد اشرف غني ولسمشر وي که يې هيبت الله ولسمشر وي، ټاکنې دې وشي، چې ولس چاته رايه ورکوي؟  خو دلته مهم دا دي، چې د افغانستان دا شل کلنې لاسته راوړنې بايد ثابتې او پر ځای پاتې شي. زموږ اردو، پوليس، امنيت، ملکي ادارې، صحت، معارف، لوړې زده‌کړې، د حکومت سيستم او چوکاټ، د بيان ازادي، شخصي او فردي ازادي، پرمختګونه، اقتصاد، له نړۍ سره اړيکي، د ښځو حقوق او په  دې شل کلن بهير کې ټول رامنځته شوي پرمختګونه پر ځای پاتې شي او له منځه ولاړ نه شي. د افغانستان له دغو ټولو پرمختګونو د پاکستان زړه چوي او هيڅ نه غواړي، چې افغانستان دې حالت ته ورسي؛ نو يې ځکه طالب ته د ورانۍ ټوپک په لاس کې ورکړی او د دين او اسلام په نامه دا وطن هره ورځ لس کاله شاته بيايي. ثبوت يې همدغه د سهيل شاهين خبره ده، چې اشرف غني دې استعفا وکړي، موږ سوله کوو. مانا دا چې د قدرت خلا دې رامنځته شي او نظام دې له منځه ولاړ شي، موږ سوله کوو. دا د پنجاب خبره ده، چې د شاهين له خولې راوځي.  د طالب په ذهن کې همدا يوه خبره القاء شوې، چې ماته له هر څه اسلام مهم دی، موږ ته هم اسلام مهم دی، خو اسلام ددې پرمختګونو مخالف نه دی، که يې مخالف وي، ولې يې پاکستان په خپل ځان نه تطبيقوي؟ خو اصلي خبره او خلاصه دا ده، چې په سوله کې د طالب او د افغانستان عزت دی او پاکستان پکې خپلې شومې موخې له لاسه ورکوي. که د طالب زړه پر خپل ځان او افغانستان بدېږي، بويه چې يوې عزتمنې او هغې سولې ته غاړه کېږدي، چې د ټول هېواد او افغانانو په خیر وي، که نه له دې اخوا نورې لارې ترکستان ته تللې دي او طالب هره ورځ او هر ساعت د خپلې شرمنده‌ ګۍ او ذلالت قلمرو ته داخلېږي او دی دې يوازې د خپل ورکاوي شيبې شماري.  و ما علينا الالبلاغ!

1 COMMENT

  1. سلامونه اتل صیب،
    کاش چې دا لیکنه په مجلو، ورځپاڼو کې چاپ اوپرخلکوویشل شوي وای. داخلک دومره پوهیږي داجګړه ناجاییزه ده خوحل لارترې ورکه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب