Homeخبرونهد افغانستان او امریکا ولسمشرانو ټېلفوني خبرې وکړې

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو ټېلفوني خبرې وکړې

تاند(شنبه، د اسد ۲) له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړېدو په درشل کې د امريکا ولسمشر جوبايډن او ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ماخوستن ټيلفوني خبرې وکړې.

ولسمشر غني وايي له جوبايډن سره د دواړو هېوادونو د بدلېدونکو خو دوامداره اړيکو په هکله غږېدلی دی.

ولسمشر غني همداراز ویلي چې د امريکا ولسمشر جوبايډن ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به دامریکا ملاتړ دوام ولري، ولسمشر غني پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې په‌دغو خبرو کې دواړو لورو د سولې او ټيکاو لپاره د افغانانو د اجماع پر اهميت ټينګار کړی دی.

په دغو خبرو کې ويل شوي چې افغان ځواکونه د هېواد د ساتنې او دفاع وړتيا لري.

جوبايډن له‌ولسمشر غني سره په خبرو کې يو ځل بيا له افغان حکومت سره د واشګټن د‌ ډیپلوماټيکو او اقتصادي همکاريو د ملاتړ خبره کړې او د امنيتي ځواکونو او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتل يې مهم بللي دی.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه تازه کړې چې همدا درې ورځې وړاندې د امريکايي ځواکونو الوتکو د افغان ځواکونو په ننګه په کندهار کې پر طالبانو بمباري وکړه.

طالبانو د امريکا دا کار د دوحې د ژمنې خلاف بللی دی.

تر دې وړاندې پنټاګون ويلي و چې د ځانګړو افغان ځواکونو روزنې ته به په يوه بل هېواد کې دوام ورکړي.

له بلې خوا ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کابل ته راشي. د افغانستان او امریکا د مشرانو ترمنځ وروستۍ اړیکې وروسته له دې ډېرېږوي چې طالبانو یو شمېر ولسوالۍ ونیولې او د سولې په اړه یې شرطونه سخت کړل.

دې ډلې ویلي چې په هغه صورت کې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل ننګه کوي چې مقابل لوری یې بې جګړې ورسره یوځای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...