جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کندهار «خاشه ځوان» وواژه

طالبانو د کندهار «خاشه ځوان» وواژه

تاند (جمعه د اسد ۱) طالبانو د فیض محمد مشهور په «خاشه ځوان» د وژنې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

چارواکي وايي فیض محمد د نامعلومو وسله والو له لوري لومړی له خپل کوره ایستل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی چې جسد یې نن سهار د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

فیض محمد په کندهار کې یو پېژندل پولیس او کومیډین و چې مجلسونه یې په خپلو ټوکو ټکالو ګرم ساتلي و. نوموړي په خواله رسنیو کې د خپرو کړو ویډیوګانو له امله د خلکو پام ځانته وراړولی و.

د «خاشه ځوان» وژل کېدو په خواله رسنیو کې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه پولس جسد د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې په داسې حال کې موندل شوی چې لاسونه یې شاته تړلي و.

خو طالبانو ویلي چې دغه پولیس «خاشه ځوان» د علماوو او د دوی د بندیانو توهین کاوه چې نن سهار د کندهار ښار په ۱۵مه ناحیه کې ووژل شو.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال پر خپله فېسبوک پاڼه د هغه له یوه عکس سره لیکلي، «خاشه ځوان دومره بې ازاره انسان و، والله که خروړي سپي ورته غپلې وای، خو دپاکستان اجیرو ملیشو تېره شپه دکندهار په ډنډ ولسوالۍ کي له کوره ایستلی او بیا شهید کړی دی، خاشه ځوان ددوی تر رهبري زیات باشعوره او وطن پرست و. خاشه ستا قاتلین دي مختوري او سر ټیټوي.»

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب