تاند (جمعه د اسد ۱) تاجکستان افغانستان سره پر پوله د افغان کډوالو احتمالي څپې لپاره تیاری نیسي.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، د تاجکستان د بیړنیو حالاتو د کمیسیون مرستیال امام علي ابراهیم زاده ویلي چې هېواد یې ۱۰۰ زره افغان کډوالو ته د پناه ورکولو لپاره تیاری نیسي.
تاجکستان وروسته له هغه د افغان کډوالو احتمالي څپې ته په تیاري بوخت دی چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پریښي دي.
امام علي ابراهیم زاده زیاته کړې چې افغانستان سره پر پوله کې د خاتلون او بدخشان ولایت نه احتمالي کډوالۍ څپې په خاطر يي په چمتوالي نیولو پيل کړی دی. نوموړي همدرانګه زیاته کړې چې د اړتیا وړ توکو لپاره يي د ډیپوګانو جوړولو چارې هم شروع کړي.
بلې خوا روسیې د افغانستان او تاجکستان پرګډه پوله جنګي تجهیزات او پوځي وسایط ځای پرځای کړي.
د روسیې دفاع وزارت له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې روسي الوتکې د افغانستان او تاجکستان سرحد ته د دې وسایطو د انتقال په حال کې دي.
روسیه اندېښنه لري چې افغانستان کې د جګړې تر شدت وروسته، ممکن یو شمېر جنګیالي د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ولاړ شي.
روسي چارواکو ويلي چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو دوام سره هممهاله روسیه او ازبکستان له افغانستان سره پر پوله، هوایي پوځي تمرینونه ترسره کوي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې دغه پوځي تمرینونه د جولای له دیرشمې پیل او د اګست مياشتې تر شلمې پورې دوام مومي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې هیڅوک په افغانستان کې د یوې مشخصي سیمې د موخې ګرځولو په فکر کې نه دي او یا حتی افغانستان باندې د برید په فکر کې نه دي.