چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهسرچینه: طالبانو د يوه افغان ژباړونکي سر پرې کړى

سرچینه: طالبانو د يوه افغان ژباړونکي سر پرې کړى

تاند (جمعه، اسد1) – سي ان ان وايي، وسله والو طالبانو د سهېل پردېس په نوم د هغه کس سر پرې کړى چې امريکايي ځواکونو سره يې د ژباړونکي په توګه کار کړى دى.

سرچینه وايي، دغه پېښه د روان لمريز کال د ثور په 22مه د کابل – خوست پر لاره رامنځته شوې ده.

سهېل پردېس 16 مياشتې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي يا ترجمان په توګه کار کړى و.

دغه افغان ژباړونکي داسې مهال وژل کېږي چې تازه د امریکا ولسي جرګې(استازو جرګې) داسې طرحه تصویب کړه چې له مخې یې ډېر افغانان دغه هېواد ته کډوالېدلی شي.

په دې نوې پرېکړه کې د هغو کسانو کورنۍ هم شاملې دي چې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ پر مهال یې ژوند له لاسه ور کړی دي او دغه راز له نادولتي امریکايي ادارو سره افغان کارمنان هم دې نوې پرېکړه کې شامل دي.

تر دې مخکې 20 زره افغان ژباړونکو او قراردادیانو او د دوی کورنیو ته د شل زره بېړنیو ویزو د ورکړې اجازه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب