چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهارګ د طالبانو وروستۍ غوښتنې ته غبرګون وښود

ارګ د طالبانو وروستۍ غوښتنې ته غبرګون وښود

تاند(جمعه، اسد1) – د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د نوي حکومت د رامنځته کېدو مخکې د سولې نه ټينګېدو ته غبرګون وښود.

د ولسمشر غني يوه سلاکار وحید عمر وویل: “تر هر راز جدي بحث وړاندې زموږ ټينګار د افغانانو د وژنې پاى ته رسول دي، د افغانستان خلکو لومړنۍ غوښتنه د اوسني وحشت پاى دى. تاسو جګړه ودروئ، د مذاکراتو مېز ته ستانه شئ څو پر ټولو مواردو بحث وکړو. د حکومت بدلېدل د کار اسانه بخش ده، خلک په يوه ورځ کې رايه ورکوي او نوى حکومت ټاکي.”

ارګ وروسته له هغې غبرګون وښود چې طالبانو وویل، تر څو چې نوی حکومت نه وي جوړ شوی سوله به را نشي.

په داسې حال کې چې په پام کې ده تر راروانو څه کم دوو اونیو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر هم بشپړ شي، د طالبانو د مرکچي پلاوي يو غړی وايي چې تر هغې چې نوی حکومت نه وي جوړ شوی سوله نشته.

په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین له اسوشیټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې ولسمشر غني له واکه لېرې شوی نه وي او د اوسنۍ ادارې پرځای نوی حکومت نه وي جوړ شوی، سوله به رامنځته نه شي.

ده ویلي چې طالبان د واک د انحصار په لټه کې نه دي او نه غواړي چې دغه تجربه چې تر دې وړاندې له ماتې سره مخ شوې، بیا تکرار کړي.

شاهین وایي :”هغوی(افغان حکومت) اوربند نه غواړي، هغوی زموږ تسلیمیدل غواړي، هغوی وايي راشئ اوربند وکړئ او موږ به خپل حکومت ته لکه څنګه چې دی، همداسې دوام ورکړو.نو دا یوه واقعبینانه او عملي تګلاره نه ده، اړتیا ده چې د اوسنۍ ادارې پرځای پر یوه نوي افغان شموله حکومت موافقه وشي او دا حکومت به زموږ او نورو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.”

شاهین په دې وروستیو کې د دغې ډلې له لوري د نیول شویو سیمو په هکله ویلي چې دا سیمې د جګړې له لارې نه بلکې د خلکو په منځګړیتوب نیول شوي او په وینا یې د ۱۹۴ ولسوالیو نیول د دوی لپاره ګران کار و.

طالبان په داسې حال کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي چې لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا په وار وار ټینګار کړی چې د زور له لارې د واک تر لاسه کول ورته د منلو نه دي.

ولسمشر غني هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغانان به د زور پر وړاندې سرټيټ نه کړي،ښاغلي غني ټینګار کړی چې تر شپږو میاشتو پورې به د جګړې په ډګر کې د پاموړ بدلون راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب