تاند ( جمعه، د اسد ۱) د جاپان مرکز توکيو په ملي سټډيوم کې تېرماسپښين ۳ نیمې بجې د المپيک سيالۍ پيل شوې.
په دغو سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړي هم ګډون کوي.
د پرانيستې مراسمو کې به دوو افغان لوبغاړو د تکواندو څانګه کې، فرزاد منصوري او د اتلتيک په څانګه کې کيميا يوسفي د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ له ځانه سره ولېږدوه.
افغان لوبغاړو دې سیالو ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
دوی وایي تمه لري، چې ښې لوبې به ترسره کړي او افغان ولس ته به له ویاړه ډکې لاسته راوړنې ولري.
دا لوبې، چې د روانې اسد میاشتې په لومړۍ نېته پیل د روانې میاشتې تر شپاړلسمې نېټې به دوام ولري.