Home+افغان لوبغاړي: د جاپان المپیک لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو

افغان لوبغاړي: د جاپان المپیک لوبو ته بشپړ چمتووالی لرو

تاند (پنج شنبه، د سرطان ۳۱) ټاکل شوې یوه ورځ وروسته په جاپان کې د المپیک دوه دېرشم پړاو لوبې پیل شي.

د دې لوبو په څلورو سپورټي برخو کې ۵ افغان لوبغاړي ګډون کوي.

د ځغاستې ۱۰۰ متره سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي کیمیا یوسفي او شاه‌محمود نورزایي، د لامبو وهنې برخه کې فهیم انوري، د نښې ویشتنې برخه کې مهدي یاوري او د تکواندو برخه کې فرزاد منصوري د افغانستان په استازولۍ یادو لوبو کې لوبېږي.

په یادو لوبو کې لوبېدونکو لوبغاړو د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او هیله یې ښودلې چې لاسته راوړنې به ولري.

د توکیو المپیک سیالیو کې د نړۍ له ۱۶ هېوادونو ۱۹۵ لوبغاړي برخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...