دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهامریکا له طالبانو وغوښتل چې افغانان له روان کړاو خلاص کړي

امریکا له طالبانو وغوښتل چې افغانان له روان کړاو خلاص کړي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳۱) امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي او یو دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیې کې د جګړې پر ټولو لورو په ځانګړي ډول پر طالبانو غږ کړی چې د یوه هر اړخیز اوربند لپاره کار وکړي او ژر تر ژره دې افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

په اعلامیه کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار شوی او ویلي دي چې د افغانستان کشاله یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

اعلامیه زیاتوي، « موږ له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړو، چې ډېر ژر روانو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي، پر یو دایمي او هراړخیز اوربند باندې هوکړه وکړي، او د افغانستان د خلکو د کړاوونو د پای ته رسېدو په موخه د سولې خبرو کې چې د ټول شمولې سیاسي هوکړې لپاره لاره اواروي او د ټولو په ګټه ده، په بشپړه توګه ونډه واخلي او دا ډاډ ورکړي، چې افغانستان د بیا لپاره د تروریستانو پر خوندي پټنځای نه بدلېږي.»

د امریکا سفارت له وسله والو طالبانو غوښتي چې ژر د سولې مذاکراتو ته داخل شي او افغانان له روان کړاو څخه خلاص کړي.

امریکا داسې مهال د اوربند پر پای ته رسېدو او د سولې مذاکراتو مېز ته پر کېناستلو ټینګار کوي چې افغان دولت او طالبانو څو ورځې وړاندې په دوحه کې په لوړه کچه مذاکرات وکړل.

دغو خبرو د افغانانو د هیلو خلاف هېڅ کومه معلومه پایله له ځان سره نه لرله.

ویل کېږي طالبانو په دې مذاکراتو کې د درې میاشتني اوربند لپاره د خپلو ۷۰۰۰ نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې، کومه چې د افغان دولت له خوا ونه منل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب