جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد هندوستان مشهوره خپرونه ( خطرو کا کیلاړي) بیا پیل شوه

د هندوستان مشهوره خپرونه ( خطرو کا کیلاړي) بیا پیل شوه

تاند ( پنجشبه ، د سرطان ۳۱ مه)  دا چې هندي سینما په ټوله کې مینووال لري، ټلویزیوني چینلونه یې هم هڅه کوي د بالیووډ د اداکارانو په ګټنه مختلفې خپرونې خلکو ته وړاندې کړي.

له دغو ټلویزیونو یې بیا هر یو د مشهورو اداکارانو په کوربه توب روانې خپرونې او پروګرامونه جوړ کړي چې له کلونو راهیسې دوام لري.

روانې خپرونې داسې چې کال کې د یو ځل لپاره د سندرغاړو، نڅاګرو او مختلفو خلکو ترمنځ رقابتونه په لار اچوي.

د کلر په نوم ټلویزیوني چینل ۱۱ کاله کیږي چې د مشهور اداکار، ډیریکټر او پریوډیوسر روهیټ شیټي چې تر ډېره اکشن فلمونه جوړوي، په کوربه توب د خطرو کې کیلاړي په نوم خپرونه پیل کړی او هر کال یې یو سیزن وړاندې کیږي.

دغه خپرونه کې هر کال له لسو تر پنځلسو کسانو چې باید ډېر زړور او ورزشکار وي اخیستل کیږي او دوی په خپلو کې د روهیټ شیټي په کوربه توب د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې خپرونې جوړوي.

د خپرونې منځپانګه لکه څنګه چې یې نوم دی له خطرونو سره لوبیدونکي دي، رېښتیا هم د خپرونې لوبغاړي له خطرونو سره لوبوي.

خپرونه یو څه اندازه تفریحي بڼه هم لري؛ ځکه په دې توګه غواړي لوبغاړي یې زړه تنګي نه شي.

جالبه پکې دا ده چې وایي، له خپرونې یې هدف د خلکو له زړونو وېره او ډار ایستل دي یعنې غواړي په دې توګه خپل هېوادوال زړوړ کړي.

د خپرونې لوبغاړي باید له سختو لوبو څخه ځانونه بریالي کړي؛ یعنې دوی باید هر څومره سخته لوبه چې په هغه کې، د مارانو، ځنګلي ځناورو، ژویو او ان په خاورو کې خښول شامل دي ترسره کړي.

د دې تر څنګ یې ځینو برخو کې له څرخکو او کرینګونو څخه هم په ځمکه راغورځوي خو د ژوند د خوندیتوب بشپړ تدابیر یې ورته نیولي دي.

د خپرونې لوبغاړو ته امکانات پرېمانه پیسې او هر څه د ټلویزیون والا له لوري په نظر کې نېول شوې دي.

له دغې خپرونې هره اوونۍ یو نفر چې څو ځله چانس ورکولو سره په لوبه کې بریالی نه شي ایستل کیږي او تر فاینل رسیدوونکي یعني لومړي او دوهم مقام ګټوونکو ته یې د نغدي جایزو ترڅنګ صفر کیلو مټر موټر هم ورکول کیږي.

دا خپرونه شپږ میاشتې دوام کوي او هره اوونۍ کې یې دوه خپرونې نندارې ته وړاندې کیږي چې ټوله نړۍ کې مینووال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب