سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهافغان پوځ د هرات ولایت کرخ ولسوالي له طالبانو پاکه کړه

افغان پوځ د هرات ولایت کرخ ولسوالي له طالبانو پاکه کړه

تاند (جمعه د اسد ۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د هرات ولایت د کرُخ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار افغان ځانګړو ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د کرُخ ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره عملیات وکړل، چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ مرکز بیرته له طالبانو ونیوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

طالبانو لا تراوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې، خو د دفاع وزارت وايي چې د کرُخ ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې لا هم تصفیوي عملیات دوام لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د وسله ‌والو قواوو عمومي لوی درستیز وړمه ورځ وویل چې طالبانو په افغانستان کې د نږدې نیمايي ولسوالیو مرکزونه له افغان ځواکونو نیولي دي.

جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ/ د سرطان ۳۰مه/ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د ۴۱۹ ولسوالیو د مرکزونو له شمېرې څه باندې ۲۰۰ مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي، خو زیاته یې کړه چې دغه ډله تر اوسه د یوه ولایت د مرکز په نیولو نه ده بریالۍ شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب