چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهلندن کې مېشت افغانان د پاکستان پر ضد لاریون کوي

لندن کې مېشت افغانان د پاکستان پر ضد لاریون کوي

تاند (جمعه، د اسد ۱) په لندن کې مېشت افغانان نن د جمعې په ورځ د پاکستان پر ضد لاریون کوي.

د لاریون سرلاري وایي، چې دوی په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد او په پاکستان کې یې د سلسلې عليخېل د تښتولو او ربړولو د عاملینو د نیولو په موخه دا لاریون ترسره کوي.

دغه لاريون نن درې بجې په لاونډېس څلورلاري کې د پاکستان عالي کميسيون مخې ترسره کېږي.

افغانستان کې له ترهګرو د ملاتړ کوونکي هېواد (پاکستان) پر وړاندې درېدل” او “پاکستان د افغان ډیپلوماټانو او د دوی د کورنیو له پاره امن نه دی د دې لاریون شعارونه بلل شوي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ځینو افغانانو د دغه هېواد پر ضد لاریون کړی او دغه راز په یوشمېر. لایتونو کې د یاد هېواد د کونسلګریو د تړل کېدو غوښتنې وشوې.

همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې هم د پاکستان پر ضد غبرګونونه لا دوام لري.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پاکستان پر ضد افغانانو وروسته له هغې لاریونونه پیل کړل کله چې په یاد هېواد کې د افغان سفیر لور وتښتول شوه او ووهل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب