تاند(جمعه، د اسد ۱)طالبان وايي تر څو چې نوی حکومت نه وي جوړ شوی سوله به را نه شي.
په داسې حال کې چې په پام کې ده تر راروانو څه کم دوو اونیو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر هم بشپړ شي، د طالبانو د مرکچي پلاوي يو غړی وايي چې تر هغې چې نوی حکومت نه وي جوړ شوی سوله نشته.
په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین له اسوشیټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې وايي تر هغې چې ولسمشر غني له واکه لېرې شوی نه وي او د اوسنۍ ادارې پرځای نوی حکومت نه وي جوړ شوی، سوله به رامنځته نه شي. ده ویلي چې طالبان د واک د انحصار په لټه کې نه دي او نه غواړي چې دغه تجربه چې تر دې وړاندې له ماتې سره مخ شوې، بیا تکرار کړي.
شاهین وایي :«هغوی(افغان حکومت) اوربند نه غواړي، هغوی زموږ تسلیمیدل غواړي، هغوی وايي راشئ اوربند وکړئ او موږ به خپل حکومت ته لکه څنګه چې دی، همداسې دوام ورکړو.نو دا یوه واقعبینانه او عملي تګلاره نه ده، اړتیا ده چې د اوسنۍ ادارې پرځای پر یوه نوي افغان شموله حکومت موافقه وشي او دا حکومت به زموږ او نورو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.»
شاهین په دې وروستیو کې د دغې ډلې له لوري د نیول شویو سیمو په هکله ویلي چې دا سیمې د جګړې له لارې نه بلکې د خلکو په منځګړیتوب نیول شوي او په وینا یې د ۱۹۴ ولسوالیو نیول د دوی لپاره ګران کار و.
طالبان په داسې حال کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي چې لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا په وار وار ټینګار کړی چې د زور له لارې د واک تر لاسه کول ورته د منلو نه دي.
ولسمشر غني هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغانان به د زور پر وړاندې سرټيټ نه کړي،ښاغلي غني ټینګار کړی چې تر شپږو میاشتو پورې به د جګړې په ډګر کې د پاموړ بدلون راولي.
People who insist that a small committee of few clerics appoint the political leadership of Afghanistan via by-passing popular public election method, are those never have had a productive workings days in their life time. A government run by unemployed will bankrupt a nation.