Homeخبرونهافغانستان کې پر تورفنګس د اخته ناروغانو شمېر ۱۵ ته ورسېد

افغانستان کې پر تورفنګس د اخته ناروغانو شمېر ۱۵ ته ورسېد

تاند ( چهارشنبه، دسرطان ۳۰)  د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، چې تر دې دمه ۱۵ تنه د هېواد په ۷ ولایتونو کې پر تور فنګس ناروغۍ اخته شوي دي.

د یادونې ده، چې پر یادې ناروغۍ لومړنی کس د روانې سرطان میاشتې په لومړۍ نېټه اخته شوی وو.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي رسنیو ته ویلي، چې یواځې په کابل کې پر دې ناروغۍ ۸ تنه اخته شوي دي.

د علیزي په خبره دوه نورې په بلخ او پاتې پینځه یې په  نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس پر تور فنګس اخته کسان په افغانستان کې پر کورونا هم اخته وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...