پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهحمدالله محب په رسمي سفر انګلستان ته ولاړ

حمدالله محب په رسمي سفر انګلستان ته ولاړ

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۳۰) د افغانستان د امنیت شورا انګلستان ته د دې شورا د مشر حمدالله محب د سفر خبر ورکوي.

د یادې شورا پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې نوموړی نن سهار مهال د یو رسمي سفر پر مهال انګلستان ته روان شو.

سرچینه زیاتوي، محب به د دغه سفر پر مهال د انګلستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د افغانستان او دغه هېواد تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم د امنیت شورا سلاکار یو شمېر هېوادونو ته ورته سفرونه درلودل.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې امنیتي حالت د خرابېدو په حال کې دی او ګڼ شمېر سیمې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې دي.

افغان حکومت بیا په نېږدي راتلونکي کې د امنیتي حالت ښه کېدو او بدلون خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...