جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي، ترکیه دې د پوځیانو پر ځای ماهرین افغانستان ته راولېږي

طالبان وایي، ترکیه دې د پوځیانو پر ځای ماهرین افغانستان ته راولېږي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۳۰ مه)  طالبانو د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت منلو ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای د ماهرینو ډله افغانستان ته راولېږي.

اې‌ان‌اې ایراني اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې دوی له ترکیې سره دوستانه اړیکې غواړي.

نوموړي ړیلي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای انجنیران، ډاکټران، پوهان او سوداګر افغانستان ته راولېږي.

مجاهد څرګنده کړې چې ترکیه یې ورور هېواد دی، خو په تېره شل کلنه جګړه کې د ناټو د یو غړي په توګه د افغانستان په اړه د دغه هېواد دریځ مناسب نه دی.

هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د نه منلو وړ بللی او ټینګار یې کړی دی چې دوی د کابل د هوایي ډګر او نورو ډیپلوماټیکو ادارو خوندیتوب ته ژمن دي او دا چاره د افغانستان مسوولیت دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسټرالیا د ماموریت د پایته رسېدو لا میاشت پوره نه ده خو دغه هېواد ویلي چې افغانستان ته پر بېرته تګ غور کوي.

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، کله چې یې ډاډ تر لاسه کړ چې افغانستان ته له کومې امنیتي پېښې پرته بېرته ستنېدای شي نو دوی به ډېر ژر دغه هېواد ته لاړ شي.

هغه ویلي چې په دې اړه یې د نړۍ له ډېریو رهبرانو سره په جې-۷ غونډه کې خبرې اترې کړې دي.

ویل کېږي چې اسټرالیا غواړي یوازې خپل ډيپلوماټیک حضور بېرته فعال کړي.

د دې ترڅنګ چې وسله وال طالبان د بهرنیو سرتېرو شتون د افغانستان د اشغال په معنا بولي، عام افغانان بیا وایي چې طالبانو د بهرنیو راتګ ته په خپله زمینه برابره کړې او اوس که جګړو همدا ډول دوام ورکړي نو بیا به دا چاره د دوی د لاسه تکرار شي.

دوی وایي، طالبانو وړاندې د بهرنیو شتون د جګړې پلمه ګڼله؛ مګر اوس چې په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي طالبانو بیا هم جګړو ته شدت ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په ترڅ کې یې هره ورځ د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب