تاند (چهارشنبه د سرطان ۳۰) د اسلامي دولت ډلې یا داعش، د کابل پر زرغونه ساحه د پرونیو راکټي بریدونو مسؤلیت ومانه.
دغه راکټي حملې داسې وخت وشوې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ روان و.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، داعش ډلې په خپل ټلګرام کې د دې حملې مسؤلیت منلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په دغو راکټي بریدونو کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د عاملانو د نیولو په هکله یې د عملیاتو او هر اړخیزې پلټنې د پیل خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي رسنیو ته په خبرو کې وویل چې درې توغندي پر کابل ښار توغول شوي، چې یو یې د بهرنیو چارو وزارت، بل د عیدګاه جومات او بل هغه یې له حضوري چمن سره نږدې لګېدلي دي.