جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهترکیه ۲ زره سوریایي قراردادیان افغانستان ته لېږي

ترکیه ۲ زره سوریایي قراردادیان افغانستان ته لېږي

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۳۰ مه ) د جګړې مطالعاتي مرکز (ای‌ایس‌ډبیلو) د یو اوږده راپور په خپرولو سره ویلي چې ترکیه له امریکا سره د حامد کرزي هوایي ډګر د ساتنې په اړه په خبرو بوخته ده.

راپور کاږي چې ترکیې له همدې خبرو سره هممهاله په سوریه کې د افغانستان د ماموریت لپاره سربازګیري پیل کړې ده او ښایي په لومړي پړاو کې ۲ زره سوریایي قراردادیان دغه هېواد ته ولېږي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د ترکیې دا ماموریت به د لیبیا او سوریې هغه ته ورته وي.

د راپور وروستۍ برخه کې راغلي چې ترکیې له بېلو لارو د سوریې له پوځ سره خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې په درې زره امریکایي ډالرو میاشتنۍ تنخوا تر دوه زره قراردادیان د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې د افغانستان ماموریت ته چمتو کړي.

د ویلو ده چې طالبانو د ترکیې له دې کار سره مخالفت څرګند کړی دی خو ترکیه وایي چې له یو مسلمان هېواد سره د طالبانو چلن مناسب نه دی.

ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي چې هېواد یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتنې په اړه امریکا ته وړاندیز کړی دی او له یاد هېواد سره یې د امکاناتو د ورکړې په اړه خبرې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دوی غواړي چې د کابل هوایي ډګر امنیت وساتي خو طالبان یې دا کار اشغال بولي.

اردوغان ټینګار کړی دی چې غواړي له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، طالبان چې له امریکا سره یې مذاکرات کړي دي، نو باید له ترکیې سره هم په ارامه خبرې وکړي.

د ویلو ده چې اردوغان یو ځل مخکې تر دې هم د ترکیې له لوري د حامد کرزي هوایي ډګر د امنیت په اړه د طالبانو دریځ ته غبرګون کې ویلي وو چې د طالبانو وروستی دریځ مناسب نه دی او یاده ډله باید د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېږدي.

3 COMMENTS

  1. د کابل د هوایي ډګر او په هېواد کې د بل هر ځای امنیت، د افغان امنیتي ځواکونو دنده او مسئولیت دی نه د پان ترکیزم د هېواد. ترکیه غواړي چې د دې عمل په تر سره کولو، د غرب څخه د خپل له لاسه تللي حیثیت په سمولو کې ګټه او امتیاز ترلاسه کړي. په هېڅ صورت باید دا اجازه ورنکړل شي چې د ترکیې قواوې په هرنوم چې وي، دلته په افغانستان کې پاتې شي او د دې هېواد لپاره نورې ستونځې جوړې کړي. مننه

  2. په ټوله کی افغانان او په اوسنی حالت کی طالبان د ترکیی ته داسی غاښ ماتونکی ځواب ووایی چی اتاترک یی هم په قبر کی ددرد احساس وکړی دابی ضمیره فاحش منافق کله خام اوس دافغانانو پر سر معامله وکړی او غواړی لکه یوه فاحشه دامریکا او ناټو څخه امتیاز تر لاسه کړی دا کله خام فکر کوی چی اد عراق سوزیه او یا لیبیا ده دلته د ډیرو غاښونه مات شول ستا خو خوبه ډیر په اسانۍ افغانان غاښونه در مات کړی

  3. ترکیه یو ” هیبریډی ” هیواد دئ. کُفر او اسلام، سکولریزم او دین پالنه ، د ناټو او د اسلامی کنفرانس غړیتوب ددې ترکیبی او هیبریډی تشکیل یوه حیرانوونکې بڼه ده.
    ترکیه د نړیوال صهیونیزم او د خپل تاریخی – نژادی ویاړونو ساز ته د ښکلی او زړه وړونکی نڅا مهارت لری.
    دوولس دیارلس لسیزی مخکی لویو استعمارګرانو د سیمی د هیوادونو د رول د څرنګوالی په هکله ډیری حساسی لوبی پیل کړې.
    د روسئې ( او وروسته، کمونیزم ) د نفوذ د مخنیوی په موخه ئې د هیوادونو د جغرافیائی مؤقعیت او خلګو د اخلاقیاتو او عقائدو د ماهیت پر بنسټ د لوبی مُهرې تعبیه کړې. ترکیه او ایران ئې د ” ژیړ ” کمربند ( اروپائی تمدن! ) په ګوله جذب کړه او افغانستان او خلیجی هیوادونه ئې د ” زرغون ” کمربند په میخ مجهز کړه چی البته د پاکستان را منځته کېده هم ددې میخ او کمربند د ټینګښت سره مرسته وکړه.
    په هر حال،
    ترکیه هم خپل غربی بادار ته غوږ نیسی او هم یوې ښکلی ناوی غوندی پر خُسرخیلو باندی نازونه کوی.
    د یهودی پروژې ( داعش ) په ایجاد کی ترکئې ډیره مرسته وکړه ( هم د خپل بادار د اطاعت پخاطر او هم د خپلو ګټو د تشخیص پر اساس ).
    بناً
    نن ورځ کیسه داسی ده چی ( ممکن امریکائیان خپل ناسکه وړونو یعنی انګریزانو ته طوعاً یا کرهاً تسلیم سوی او د طالب د پروژې د بریالیتوب په هکله ئې رضائیت ښودلی وی ) خو لدې بېری چی د طالب پروژه دچین او روسئې سره تر حد زیاد غاړه تر غاړه نه سی نو ئې د ترکئې څخه غوښتنه کړېده څو د داعش غړی د سورئې د هیواد څخه ( کوم چی د ترکئې سره دیوال په دیوال ګاونډ دئ ، البته داعش اوس هم په سوریه کی په هغو سیمو کی میشت دی کومی چی ترکئې ته نژدې دی) مستقیماً د هوا له لیاری کابل ته را انتقال کړی او د طالب د احتمالی حاکمیت یا اوسنی نظام د بقاء په صورت کی د داعش پواسطه زموږ په هیواد کی د نورو فتنو اورونه ولګوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب