Home+هند، سرېلانکا او بنګله دېش، زمبابوې مات کړ

هند، سرېلانکا او بنګله دېش، زمبابوې مات کړ

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۳۰) د هندوستان او سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه تېره شپه د هندۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې هندوستان سرېلانکا ته په ۳ ويکټو ماته ورکړه.

لومړی توپوهنه سرېلانکا وکړه او هند ته یې ۹ لوبغاړو په زیان د ۲۷۶ منډو هدف ورکړ.

چاريت اسلنکا ۶۵، اوشکا فرنندو ۵۰ منډې وکړې خو هند لپاره بیا يزويندرا چهيل ۳ لوبغاړي سوځول او ۵۰ منډې ورکړې.

هند ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه یې په خپل نوم کړه.

ډيپک چاهار ۶۹، سوريا کمار ۵۳ منډې وکړې خو سرېلانکا لپاره بیا ونندو هسرنګا ۳ هندي لوبغاړي وسوځول او ۳۷ منډې یې ورکړې.

هند له دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هم ګټلې وه.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بنګله دیش ۳-۰ له زمبابوې څخه د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ وګټله.

تميم اقبال په ۱۱۲ منډو د وروستۍ لوبې او شکيب الحسن د لوبلړۍ غوره لوبغاړي شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...