Home+انګلستان له پاکستان نه ۲۰ اوره لوبلړۍ هم وګټله

انګلستان له پاکستان نه ۲۰ اوره لوبلړۍ هم وګټله

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۳۰) انګلستان پاکستان ته په وروستۍ شل اوره لوبه کې هم ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

په دې لوبه کې لومړی پاکستان توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې او انګلستان ته یې د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ.

رضوان ۷۶ او فخرزمان بیا ۲۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې، خو په توپ اچونه کې بیا عادل رشید ۴ پاکستاني لوبغاړي وسوځول او ۳۵ منډې يې ورکړې.

انګلستان ټاکل شوی هدف د ۷ لوبغاړو په زیان پوره او لوبه یې وګټله.

جیسن رای ۶۴ او ډيوېډ ملین ۳۱ منډې وکړې، خو په توپ اچونه کې بیا محمدحفیظ ۳ انګلینډي لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، چې انګلستان له پاکستان څخه د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ ۳-۰ او د شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...