Home+هند کرکټ لوبډلې سرېلانکا ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه

هند کرکټ لوبډلې سرېلانکا ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸) د سرېلانکا او هند ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه تېره شپه هندۍ لوبډلې وګټله.

سرېلانکا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې وکړې.

چمیکا کرونارتنی ۴۳ ناسوځېدلې، داسون شناکا ۳۹ او چاریت اسالنکا ۳۸ منډې وکړې.

د هند لوبډلې په ۳۷ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۷  لوبغاړو په شتون کې یې لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وګټله.

شیکر دهوان ۸۶ ناسوځېدلې، ایشان کشن ۵۹ او پریتوي شاو ۴۳ منډې وکړې.

د یادونې ده ، چې دا لوبې د ای سي سي د نړیوال جام د سوپر لیګ برخه دي، چې دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه به یې د داوړو لوبډلو ترمنځ د جولای په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...