Home+ويټالټي بلاسټ: نبي او مجیب ۲-۲ خو راشد یو لوبغاړی وسوځوه

ويټالټي بلاسټ: نبي او مجیب ۲-۲ خو راشد یو لوبغاړی وسوځوه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸) د انګلستان په سوداګریز لیګ کې افغان لوبغاړو غوره توپ اچونه ترسره کړه.

د برمنګهم بیرز او نارتهمپټن شایر لوبډلو ترمنځ په لوبه کې برمنګهم لومړی توپوهنه وکړه چې د ۶ لوبغاړو په زیان یې ۱۹۱ منډې وکړې.

محمد نبي په ۴ اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول او په توپ اچونه کې یې ۸ منډې ترسره کړې خو لوبه یې وبایلله.

بله لوبه د میډلسیکس او ایسیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میډلسیکس لومړی توپوهنه وکړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۹ منډې وکړې.

مجیب الرحمن او بلیک کولین ۲-۲ لوبغاړي وسوځول او مقابله لوبډله هدف ته په رسېدو کې پاتې راوسته.

دغه راز بله لوبه د کینټ او سسیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پیل کې کینټ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

کینټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې.

راشد خان ۱ لوبغاړی وسوځوله او په توپوهنه کې یې ۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په یادو لوبو کې به نن لومړۍ کوارټر فاینل لوبه د یارکشایر او سسیکس او دویم کوارټر فاینل لوبه د ناټینګهم شایر او همپشایر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...