تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸) په دې لوبه کې لومړی پچه کوربه زمبابوې وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
زمبابوې په ټاکلو ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه.
بنګله دېش د ۲۶۳ منډو هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ ام اور کې پوره او لوبه کې بریا خپله کړه.
شکیب الحسن ښه وځلیده او ۹۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.
بنګله دېش له دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هم له زمبابوې ګټلې وه.