دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنړیواله ټولنه وایي، طالبان دې اختر کې د تل لپاره وسله پر...

نړیواله ټولنه وایي، طالبان دې اختر کې د تل لپاره وسله پر ځمکه کېږدي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸ مه ) نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د درولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د اختر د را رسېدو په مناسبت خپله وسله د تل لپاره پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

دغه اعلامیه چې د امریکا، اروپايي ټولنې، فنلنډ، جنوبي کوریا، فرانسې، المان، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناټو سازمان، اسپانیا او سویډن له لوري په ګډه خپره شوې له طالبانو غواړي چې جګړه ودروي او اوربند وکړي.

سرچینه کاږي طالبان ځانونه سولې ته ژمن بولي، خو هغه څه چې په عمل کې روان دي ددغه ډلې له څرګندونو سره کاملا په ټکر کې دي.

دوی ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د روانې جګړې کلک مخالفت کوي ځکه په دې جګړه کې ټول زیانونه ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته اوړي چې تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې یې له جدي خطر سره مخ کړې دي.

په دې ګده اعلامیه کې د طالبانو جګړې او ددوی تر کنټرول لاندې سیمو کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی او ټولو اړخونو ویلي چې افغانان له جګړو ستړي دي.

اعلامیه کې همدا راز راغلي چې طالبان باید ارو مرو نړیوالو ته ثابته کړي چې د زور له لارې واک ته رسېدل نه غواړي بلکې ددې غوښتونکي دي چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.

د یادو هېوادونو سفیرانو ټينګار کړی چې طالبان باید په دې اختر کې د تل لپاره خپله وسله پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې دې سوله ییز ژوند غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و چې راروان اختر کې به د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

خو د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په اختریز پیغام کې د اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي.

عام افغانان هم د اوربند غوښتوونکي دي؛ خو وایي طالبان دې اوږدمهاله اوربند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب