دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان هم له کابله خپل سفیر ور وباله

پاکستان هم له کابله خپل سفیر ور وباله

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۸) وروسته له دې چې افغانستان له اسلام اباده خپل سفیر او دیپلوماتان کابل ته وروبلل، په افغانستان کې د پاکستان سفیر هم اسلام اباد ته ستون شو.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان سفیر منصوراحمد خان د امنیتي اندېښنو له کبله د پي آی اې په یوه الوتکه کې اسلام اباد ته ستون شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پورې اسلام اباد ته د منصوراحمد خان د بېرته ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام اباد څخه خپل سفیر او جګپوړي دیپلوماتان د پاکستان په پلازمېنه کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل د لور د تښتول کېدو او شکنجه کېدو په اعتراض کې کابل ته راوبلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د افغانستان دا پرېکړه د خواشینۍ وړ وبلله.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هیواد د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی و چې د پېښې عاملان په ۴۸ ساعتونو کې ونیسي خو وروسته له دې چې افغانستان پر دې پېښه غبرګون وښود د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ادعا وکړه چې دا پېښه له سره شوې نه ده او دا د پاکستان د بدنامولو لپاره یوه دسیسه ده چې هند پکې لاس لري.

1 COMMENT

  1. شيخ رشيد دپاکستان دکورنيو چارو وزير رښتيا وايى ځکه رښتيا دده دڅيرى څخه هم ښکارى اوبل داچى داټوله حوادث په افغانستان کى هم يوه ډرامه ده ،داقتلونه داويجاړى داټوله خوب دى چى دافغانستان رنځيدلى اولس يى داڅلويښت کاله وينى اوهيڅ هم نه سهارکيږى
    اوپه ناحقه ددى پړه دپاکستان پر مظلومو پوځى استخباراتو ورغورځوى ( بيچاره isi)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب