Home+انګلستان له پاکستان نه د لومړۍ شل اوره لوبې غچ واخیست

انګلستان له پاکستان نه د لومړۍ شل اوره لوبې غچ واخیست

تاند ( دوشنبه د سرطان ۲۸) د پاکستان او انګلستان ترمنځ دوهمه شل اوره لوبه تېره شپه انګلستانۍ لوبډلې وګټله او د لومړۍ لوبې غچ یې واخیست.

پاکستان پچه وګټله او لومړی یې انګلستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان په ټاکل شویو ۲۰  اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې وکړې.

جاس بټلر ۵۹، لیام لیوینګسټون ۳۸ او معین علي ۳۶ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا محمد حسنین ۳، عماد وسیم، حارث روف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې او د ۴۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د دوی لپاره محمد رضوان ۳۷، شاداب خان ۳۶ ناسوځېدلې او بابر اعظم ۲۲ منډې وکړې.

انګلستان لپاره بیا ثاقب محمود ۳، معین علي او عادل رشید ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ ۳ یمه شل اوره لوبه د جولای په ۲۰مه نېټه ترسره شي.

له دې وړاندې انګلستان له پاکستان نه په پرلپسې ډول ۳ پنځوس اورمه لوبې هم ګټلې وې.

پاکستان له ۳ ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...