دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د شپنیو عملیاتو د بیا پیلېدو امر وکړ

ولسمشر غني د شپنیو عملیاتو د بیا پیلېدو امر وکړ

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) په داسې حال کې چې جګړې ورځ تر بلې د شدت په حال کې دي، خو ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې هوایي ځواکونه به د جنګ لوری بدلوي او اړین ثبات به راولي.

ښاغلي غني د افغان ځواکونو د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره له دې پرېکړې هم خبر ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایي ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړي.

ولسمشر غني پرون دوشنبه/ د سرطان ۲۱مه/ د هوايي ځواکونو د ځانګړې لوا له ځينو پیلوټانو سره په دې تړاو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، “خاص قوتونه به مطلق خاص پاتې شي. نوم مو الماس دی [الماس ۷۷۷ لوا] هماغسې به پاتې کېږئ. په عین حال کې به زه خاص قطعه له تاسو سره یوځای کړم چې وکړای شي هغسې چې تاسې روزل شوي وی او وروزل شوې ‘کار درنه واخیستل شي’.”

افغان ولسمشر وویل، له ځانګړو هوایي ځواکونو به ځینې مسؤلیتونه کمېږي او تمرکز به یې شپنیو او ځانګړو عملیاتو ته وګرځول شي.

ښاغلي غني څو ورځې مخکې د وروستیو سیاسي بدلونونو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز، د وسله وال پوځ او په ځانګړي ډول د ځانګړو قطعاتو، کومانډو او صفر لرونکو قطعاتو ته د جلب و جذب په اړه خبرې کولې وویل:

“بشپړ باور ولرئ چې شته ګواښونو ته په پام امنیتي او دفاعي ځواکونه ته د استقامت ورکولو لپاره منظم پلان په نویو بڼو تر لاس لاندې دی. د هوايي ځواک ټولې اړتیاوې سنجول شوې، صفر لرونکي قطعات چې زموږ تر ټولو غوره قطعات دي دوباره مجهز شوي او په ډېره پیاوړې روحیه او لوړ مورال کار کوي او د نورو درې زرو تنو د جلب و جذب چارې هم روانې دي.”

ولسمشر غني: هېواد کې د روان ناورین اصلي لامل طالبان دي

ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ملي دفاع وزارت په وروستیو څو اونیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هوايي بریدونو پر مهال د پاکستاني اتباعو په ګډون د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

بلې خوا د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح پرون دوشنبه/ د سرطان ۲۱مه/ یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چې د پاکستان د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان په جګړه کې دغې ډلې ته لارښوونې کوي.

امرالله صالح د وسله والو طالبانو له خوا د ځینو سیمو نیول کېدو ته په اشارې زیاته کړې چې که دغه ډله لا زیاتې سیمې هم ونیسي خو په افغانستان کې یې حاکمیت ناممکن دی.

ولسمشر غني داسې مهال د هوایي ځواکونو په مټ د جګړې د مسیر د بدلولو ډاډ ورکړی چې له ولایتونو د درنو جګړو راپورونه ورکول کېږي او یو شمېر سیمې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوي هم دي چې ځايي خلک یې کډې کولو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب