پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خوست د ولایتي شورا یوه غړې نامالوم لوري ته وړې

طالبانو د خوست د ولایتي شورا یوه غړې نامالوم لوري ته وړې

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۲۲ مه ) د خوست ولايتي شورا مشر وایي، د دې شورا یوه غړې «زهرا جلال» د وسله والو طالبانو له خوا په لوګر کې نامالوم ځای ته وړل شوې ده.

د خوست د ولايتي شورا رییس کفيل ريحان وایي، جلال له خوست ولایته کابل ته پر لاره وه چې په لوګر کې له خپلو ساتونکو او موټر چلوونکي سره يو ځای د وسله والو طالبانو له خوا له موټره ښکته کړای شوې او نامالوم ځای ته وړل شوې ده.

د ښاغلي ريحان په خبره چې نوموړي د لوګر د ولايتي شورا له ريس سره په دې اړه هم خبرې کړې، تر څو مالومه کړي، چې زهرا د لوګر په کومه سيمه کې ښکته کړای شوې او چېرته وړل شوې ده.

ورته مهال د خوست امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت پر موسی‌خېلو ولسوالي د وسله والو طالبانو بريد په شاه تمبولی دی.

وسله والو طالبانو نن سې شنبه/ د سرطان / ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د خوست ولايت موسی خېلو ولسوالي يې له افغان ځواکونو نيولې ده.

خو د خوست امنیه قومانداني د وسله والو طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي او وایي برید یې په شا تمبولی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومانداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په موسی‌خېلو ولسوالي کې يې د وسله والو طالبانو ډله‌ییز بريد په شاه تمبولی دی.

خبرپاڼه کې وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

2 COMMENTS

  1. افغانانو او نړیوالو به ویل چی پښتانه زنانه وو ته دومره درناوی لری چی د هغو د ټیکری په درناوی خپل خونی دښمن عفو کوی، نو دا لا څنګه وخت راغی چی سیاسره له موټره کوزوی ؟ دا اسلامیت، غیرت او باټې مو څه سوی؟
    یره که پدی رقم همدا نن څوک د ارګ په تخت کینی خو تر دې یې چې مرګ نصیب شی ډیر شرافتمندانه ده
    درانه جنګی وسایل پاکستان ته روان دی او سیاسری زموږ بی سیرته شوی .

  2. ددوی د قدرت غوښتنې هوس او د غلامۍ مرتبه دومره لوړه ده چې د پنجاب د خوشحالولو لپاره په خپلو ناموسه هم دریغ نه کوي، د نورو عزت دوی ته هيڅ ارزشت نه لري. دوی ټول د پاکستان په ګنده خانو کې لوی شوي. څوک چې د ښځو په پلور پېسې ټولوي هغو ته دا کارونه عادي خبري دي. ملا brother, او دا نور تالي څټي د ای اس ای مزدوران دي.
    دوی دې دا تورې لنګۍ له سره لري کړي او د مولانا فضلو په شان دی د دلالي ګلداره او رنګه پګړي په سر کړي. تر دې بل ټيټ او پلید عمل په نړۍ کې نشته چې د چا خور، یا مور له موټره کوزه کړي او له ځان سره یې بوزي. ستاسو د غیرت په شملې او لنګې کې یې در ومڼډم. په پلار مو له داسې اسلام سره لعنت. انشاءالله چې خدای به مو ډېر ژر په شرمو وشرموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب