جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهکابل ښار کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ښار کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه “میوند جاده” کې بمي چاودنې لس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل پولیس وایي، چاودنه د “میومند جادې” په چوک سیمه کې نن ماسپښین ۳ بجې له ګڼې‌ګوڼې په ډکه سیمه کې شوې چې څلور ملکي کسان یې وژلي او له پنځو ډير یې ټپیان کړي دي.

د سرچینې په خبره، تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم خو وایي چې پلټنې یې پیل کړي دي.

دا په کال ښار کې له نسبي کرارۍ وروسته لومړۍ چاودنه ده چې ملکي کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوړي.

د چاودنې مسؤولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه‌دی منلی، خو امنیتي چارواکي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر ملکي کسانو دغه ډول چاودنې د طالبانو کار بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب