سه شنبه, مې 21, 2024
Home+که مجبوريت هم وي جګړه د وياړ ارزښت نه لري

که مجبوريت هم وي جګړه د وياړ ارزښت نه لري

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

اوس ساينسي دور دى. پياوړى اقتصاد د نړيوال پيوستون او د ملتونو د سوکالي لپاره د اغيزمنو تګلارو جوړول د لوړ تمدن نښې ګڼل کېږي. په جګړو کې ګټلي وياړونه اوس د تاريخ برخه ده. جرمنيان له هتلر څخه کرکه کوي او په چاپان باندي د اتوم بم غورځوونکي الوتکې پيلوټ د ناهيلي او پښیماني ژوند تېراوه. په عمومي ډول په اوسني عصر کې د جګړو له لارې د اشغال شومه پديده  د انسان د وحشي غريزو نښه او له تمدن څخه لرې پخوانۍ ناکامه تګلاره ګڼل کېږي. د ساينس او تيکنالوژي په برخه کې پرمختلليو هېوادونه ازاد خپلواک او ولسونه يې ښه ارام پرمختللى او د مادي اړتیاو په تله برابر ژوند لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دائمي غړيو کې يونيم مليارد اسلامي امت برخه نلري. د اسلامي کانفرنس د مشرانو غونډې د ناندريو ډګر وي او نړيوالو مسائلو کې هيڅ اغيزه نلري. اسلامي امت د اختلافاتو ښکار او په خپلمنځي جګړو کې نښتى فقر او غربت ځپلى ولس يې له ستونځو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دى.

دا د امت د چارواکو لپاره د شرم لامل دى چې د ډيرو اقتصادي سرچینو جيوپوليتيک موقعیتونو او پراخو بشري منابعو له درلودلو سره سره، د هغوى ځوانان د جګړو له امله او يا هم د ښه ژوند لپاره غربي هېوادونو ته په غير قانوني ډول تښتي او د هغوى په پنا ځايونو کې د ذلت وخت تيروي. له افغانستان څخه يې ونيسه عراق ليبيا سوريه صوماليه او داسې نور چې د خپلمنځي جګړو له امله يي نه ژوند د عزت دى او نه يې هم مرګ د افتخار دى. په داسې حال کې چې مسلمانان په خپلو منځو کې د يو بل وينه تويوي مونږ څنګه دعوه کولاى شو چې مسلمانان سولې خوښي او متمدن امت دى؟

که دوه درې سوه کاله شاته لاړ شو او د تاريخ پاڼې واړوو نو د افغانانو د شهامت او اتلولي کيسې د هغوى په جنګي اړخ کې د خاصو ځانګړتیاو، وياړونو، سرو کرښو او نورومونو د شتون له امله وو. هغوى به هيوادونه لاندي کول. د ځينو نيمګړتياو سره سره يې په جګړه کې مظلومان او بيګناه خلک نه ځورول. د ښکرورو ښکرونه يې ماتول د فرعونانو غرور يې له پښو لاندې کاوه مظلومان يې د جابرانو له ظلم څخه ژغورل، خو يوازې وسلوال او د جګړو ډګر ته راوتلى دښمن سره يې جګړه کوله. د هغوى په کلتور کې ښځو ماشومانو او سپين ږيرو سپکاوى وژل او يا ځورول د بى ننګي او بى غيرتي نښې بلل کيدې.

متأسفانه مونږ په افغانستان کې اوس د داسې جګړو شاهدان يو چې. نه ارزښتونه، ولسي او غوښتنې په پام کې نیول کیږي او نه هم پخوانيو دوديزو  سرو کرښو ته درناوى کيږې. هره ورځ افغانان له دين او  له هيواد څخه د دفاع په نومونو وژل کېږي. د خبرو اترو او سولې چانسونه شتون لري، خو مونږ بيا هم جګړو ته زور ورکړى دى.

اوس زمونږ ولس اسلامي امت او نړيوال ټول پوهیږي چې اوس مو نه دين او نه هيواد ته داسې ګواښ شتون لري چې مونږ د هغو ګواښونو د مخنیوي لپاره يو بل سره ووژنو. نه حکومت په ابرومندانه توګه د سولې د ستر هدف ترلاسه کولو په شرط د يوه جوړ شوي پلان له مخې د واک پريښودو ته تيار دى او نه هم د طالبانو اړخ د عمل په ډګر کې داسې نوښت کوى چې سولې ته د هغوى  ژمنتیا څرګنده کړي.

دواړه اړخونو ته وايو چې د هغوى د پلمو او بانو له امله مو د سولې ډير فرصتونه له لاسه ووتل. د دواړو غاړو لخوا تر اوسه پورې د سولي په موخه په عيني واقعيتونو ولاړ د ولسي هيلو سره سم د عمل او منلو وړ طرحه نه ده وړاندې شوې. د جګړو په ليکو کې د طالبانو اوسني پرمختګونه نه يوازې به هيڅ ډول د هغوى د بريا ضمانت نکوي بلکې له نيولو وروسته د نړولو ماتولو او بل هيواد ته د ځينو وسائطو د اړولو پېښو د ولس په ذهنونو کې د طالبانو په تړاو خراب انځور ترسيم کړى دى.

زمونږ ولس اوس د معلوماتي تيکنالوژي په مرسته د دواړو اړخونو کړنې او څرګندونې څاري او د قضاوت کولو لپاره يې د وړتیا کچه هم لوړه ده. د حکومت لخوا د خورا لوړې کچې بحراني وضعیت له شتوالي او له داخلي اختلافاتو سره سره متزلزلې او متذبذبې څرګندونې ګواښونه د هيڅ ډول منطقي حل لارې ليدلورى نه وړاندې کوي.

اوس هم وخت شته چې پرديو ته د پړې ګوته نيولو او د جګړې په ډګر کې د خپل هېواد د ملي ودانيو او وسائطو نيولو نړولو کباړ کولو بمباردولو او تصفيه کولو پرځاى په خپلو منځو کې د خبرو له لارې خپلو شخړو ته د پاى ټکى کيښودل شي.

طالبان په ځينو هيوادونو کې د څرګندونو په مهال وايي چې هغوى د خپلو کړو وړو لپاره دقيق پلان لري او د ګډوډي د مخنیوي لپاره يې اړين ګامونو پورته کول په پام کې شته خو په بادى النظر داسې ښکاري چې په سقوط شويو مرکزونو کې له ودانيو امکاناتو وسائطو او وسائلو سره د طالبانو چلن د پلان له مخې نه بلکې د مشرانو د خپلې سليقې پربنسټ دى. په ځينو سيمو کې له ولس امکاناتو حتى له پخوانيو چارواکو سره د طالبانو د ښه چلن ستاينه کيږي خو په ځینو نورو سیمو کې بيا کيسه معکوسه ده.

د وروري مشوره مو ورته داده چې له امریکا سره د ځينو افغان ډلو د ملتيا په نتیجه کې ستاسو د نظام نړول نه يوازې د وياړ ارزښت نه درلوده، بلکې د شرم خجالت او عيب خبره وه. امریکا به دښمن وو د هغوى خبره نه کوم خو ستاسو د نظام د نسکوريدو وروسته د هغه مهال د حکومتي چارواکو لخوا ستاسو د مشرانو نيول په امریکا باندي د څو دالرو په وړاندي پلورل د هغوى په تندي هغه تور کرغيړن داغ لا هم پاتې دى چې پاکول به يې پيړۍ وغواړي. دا د هغوى غلطې محاسبې پردى پلان او د واک شيطاني حرص وو چې نن امریکا هم پريښودل او تاسو  ته هم د سر پورته کولو همت نلري. تاسو باید پوه شئ چې د هغوى غلطو تګلارو تاسو ته د نننى بريا لاره پرانستله خو تاسو د هغوى په څېر غلطيانې مکوئ.

نيول شوي مرکزونه له ټولو وسائطو او وسائلو سره د بشپړ مسئوليت په منلو وساتئ. د خپل ملت مال، خپلې ملي ودانۍ او خپل ولسي وسائط يې وګڼئ. له پرديو څخه نه بلکې له خپلو هيوادوالو څخه مو ونيول. که سياسي هوکړه مو کړى واى او د سوله ايزې لارې د لټون هڅه مو کړې واى، يقيناً به مو د موجوده چارواکو د زياتو نيمګړتياو له امله له جګړې پرته د ټول افغانستان اداره او کنترول تر لاسه کړى واى. داسې فکر وکړئ چې که سبا له مشروع لارو څخه ستاسو حکومت راځي نو بيا به تاسو په کنډوالو کې ناست ياست او په تشو لاسونو به حکومت کوئ؟

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد کابل افغانستان

1 COMMENT

  1. ټولولسوتونکوته سلامونه اونیکي هیلې وړاندې کوم.

    نني چورواکي، مدني شغالان، مفسدین ، ټرلبان …… ټول هغه روزل شوي، خرڅ شوي، پرادي پاله اوله اسلامیت ، انسانیت اوافغانیت څخه ناخبره قشردی چې هیڅوک يې نه بښي. هرچاخپل کاروکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب