دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د یوې نوې امنیتي-دفاعي طرحې د جوړیدو اعلان وکړ

ولسمشر غني د یوې نوې امنیتي-دفاعي طرحې د جوړیدو اعلان وکړ

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په خاطر ولسمشر اشرف غني نن په مزار شریف کې له امنیتي چارواکو سره غونډه وکړه.

ښاغلي غني له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته وویل چې د درېیوو میاشتو په ترڅ کې به د هغو تهدیدونو مخه ونیول شي چې مهمو اقتصادي بندرونو او د ولایتونو مرکزونو ته متوجه دي.

نوموړي زیاته کړه، افغان هوایي ځواک د پیاوړي کېدو په حال کې دی او په لنډ وخت کې به امریکا په لسګونو بلک هاک هیلکوپتر افغانستان ته وسپاري.

په مزارشریف کې نننۍ غونډه د بلخ ولایت په مقام کې جوړه شوه. لومړی امنیتي مسؤلینو د بلخ په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله ولسمشر غني ته راپور وړاندې کړ.

ولسمشر غنی دغه راز په دې سفر کې له خبریالانو او مدني فعالانو سره په ناسته کې وویل، امریکا به ژر ۳۷ بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورکړي.

ښاغلي غني په دې ناسته کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې دوی به هېڅکله به جګړه کې بریالي نه شي.

هغه په ټینګار سره زیاته کړه، چې له دې وروسته به بشپړ ډول له هوایي ځواک څخه د طالبانو د ځپلو په موخه کار واخیستل شي.

ولسمشر غني نن سهار د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ مزارشریف ته ولاړ.

په وروستیو دوو میاشتو کې طالبانو د بلخ په ولایت کې یو شمېر سیمې لاندې کړي دي او د مزار شریف ښار ته په نژدې سیمو کې دوی د خپل حضور ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړي دي.

په همدې حال کې ولسمشر غني د هوايي ځواکونو د ځانګړې لوا له پیلوټانو سره د خبرو پر مهال ډاډ ورکړی چې هوایي ځواکونه به د جنګ لوری بدلوي او اړین ثبات به راولي.

ښاغلي غني د افغان ځواکونو د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره له دې پرېکړې هم خبر ورکړی چې د ځانګړو ځواکونو قطعه او د هوایي ځواکونو ځانګړې لوا به سره یوځای کړي.

ولسمشر غني: هېواد کې د روان ناورین اصلي لامل طالبان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب