دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د رب ښکلی رحمت| وقار ابراهیمي

د رب ښکلی رحمت| وقار ابراهیمي

د رب رحمت وریږي،
زه پکې د زړه په مینه روان یم،
دغه رحمت؛ د مهربانه رب د رضایت نښه ده.
ګرده وهلې ځمکه، له ناپاکه ګردونو پاکه شي، د ونې نازکه پاڼه چې؛ زورور باد خپل غبار پرې پریښي وي، د دغه ښکلي رحمت په ورېدلو سره په ښکلو نرمو څاڅکو ترې لري شي، او یو ځل بیا یې د ژوند ښکلاګانې راتازه شي،
د دغه رحمت په ورېدلو سره؛په طبیعت کې هر څه، په خندا او غوړېدا شي.
د رب دغه رحمت؛ چې باران نومېږي،
زه ترې ډېر خوند اخلم،
لاړ شئ؛او یو ځل تجربه وکړئ، د طبیعت خوشبویه فضا، د رب د دغه رحمت په ورېدلو کې حس کېږي.
خو ځینې وختونه حیران شم، په څنګ کې راسره روان خلک یو ناڅاپه ترې منډي وهي، نه پوهېږم چې ولې داسې ترې وېرېږي؟

د دغه الهي رحمت د ورېدلو په وخت کې، د انسان زړه زیات نرمېږي، زړه سوی مینه، او محبت پکې پیدا کېږي؛
د رب د دغه رحمت ورېدلو په وخت کې مې له خپل رحیم رب سره؛او د هغه له پیدا کړي، طبیعت سره مې، نوره مینه هم زیات شي. او د سکون احساس پکې کوم.
الهي رب دي دغه نعمت؛ په ټولو انسانانو د خیر او رحمت په شکل ووروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب