پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: پاکستان له تېر تاریخ زده‌کړه نه‌ده کړې، افغانستان سره دوه‌مخيتوب...

محسن داوړ: پاکستان له تېر تاریخ زده‌کړه نه‌ده کړې، افغانستان سره دوه‌مخيتوب کوي

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ ویلي، پاکستان له خپلو تېرو تګلارو څخه زدکړه نه‌ده کړې ځکه اوس هم افغانستان سره دوه‌مخیتوب کوي او طالبانو ته له هرچا ډیر ارزښت ورکوي.

محسن داوړ پرون د پارلمان غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، که پاکستان افغان طالبان دومره هوښياره ګڼي، نو د پاکستان واک دې ور وسپاري.

داوړ وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي، افغانستان کې روانه جګړه د ځان په زیان وبلله.

عارف علوي پر خپل ټویټر لیکلي وو: “پاکستان لپاره د کورونا ويروس سره سم دويم ستر خطر افغانستان کې ناامني ده، هيله ده چې افغان طالبانو او زمونږ هېوادوالو ته امن نصيب شي.”

له دې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلی وو چې افغان طالبان ډیر هوښیار او ځیرک انسانان دي.

د قریشي دا څرګندونې په افغانستان کې د چارواکو، سیاسیونو او عامو افغانانو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.

دا لومړی ځل نه‌دی چې محسن داوړ د افغان ولس او حکومت په ملاتړ د پارلمان له مایک څخه د پاکستاني چارواکو د بې بنسټه او بې واکه څرګندونو په خلاف غږ پورته کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم د هر هغه پاکستاني چارواکي خبرې غندلي چې افغانستان کې یې د جګړې او یا هم د طالبانو په ملاتړ کړي دي.

1 COMMENT

  1. QURBAAN DEE SHEM DAWER SAHIB ZMONG DE FAKHER ZAYEE YEE.
    DAWER SAHIB 1000 KALEN SHEE.KHUDAYEE DEE 1000 KALAH OOMER DER KEE.
    DAWER SAHIB DE ZALIMAANO PA AMAN KEE PATEE SHEED.
    DAWER SAHIB STA AW DE PUKHTOON DUSHMANAAN SHERMIDELY AW TABAH GHWAREM.

    GREAT DAWER SAHIB. ZHWAND ZHWAND ZHWAND

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب