جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد خوست د ولایتي شورا وکیله، د طالبانو له بند ازاده شوه

د خوست د ولایتي شورا وکیله، د طالبانو له بند ازاده شوه

تاند (سه شنبه د سرطان ۲۲) د ملی پخلاینې عالي شورا غړې او د خوست ولایت د ولایتي شورا وکیله، زهرا جلال له خپلو کسانو سره د طالبانو له بند څخه را ازاده شوه.

د هغې زوی یوسف جلال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې مور یې له خپلو ورونو او موټر چلوونکي سره د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب د طالبانو له بند څخه راخلاصه کړې ده.

وکیله زهرا جلال نن له غرمې مخکې د لوګر ولایت د سیدحبیب الله کلا په سیمه کې له خپلو زامنو سره د طالبانو له لوري تښتول شوې او نامعلوم لوري ته وړل شوې وه.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولي غږیز پېغام کې د هغې د خوشې کولو خبره کړې ده.

میرمن جلال په خپل شخصي موټر کې له کابل څخه خوست ولایت ته پر لاره وه.

طالبانو د خوست د ولایتي شورا یوه غړې نامالوم لوري ته وړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...