Homeخبرونهبیړنی خبر: طالبانو کندهار کې د جنرال رازق پر کور برید کړی

بیړنی خبر: طالبانو کندهار کې د جنرال رازق پر کور برید کړی

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲۳) ‏د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

‏له سیمې څخه یوه باوري سرچینه وایي، وسله والو طالبانو د چهارشنبې په شپه نیږدې دولس بجې په سپین‌بولدک ولسوالي کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق پر کور برید کړی وکړ.

د سرچینې په خبره طالبانو لومړی د جنرال رازق د کور په ساتونکو ډزې وکړې او یو هموي ټانګ ته یې اور واچوو چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د مالوماتو له‌مخې افغان لوري طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړولې، خو جګړه لاهم دوام لري.

طالبانو او د کندهار امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...