جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+طالبان په څومره بې رحمۍ اسیران وژني

طالبان په څومره بې رحمۍ اسیران وژني

عبدالمنان توحیدي

 سي این این تلویزیون پرون د طالبانو له لوري د هغو کومانډو ځواکونو د وژل کېدو ویډیو خپره کړه چې په فاریاب ولایت کې طالبانو ته تسلیم شوي وو.

په ویدیو کې ویل کېږي چې د سیمې سپین ږیري او مشران طالبانو ته وايي، چې تاسو افغانان او پښتانه یاست، باید هغه څوک ونه وژنئ چې تسلیم شوي وي یا اسیز شوي وي.

خو طالبان په خورا بې رحمۍ په ټولو اسیرانو ډزې کوي او وژنې یې.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د افغانستان په محبسونو کې په زرګونه طالب بندیان پراته دي، مفته دولتي ډوډۍ خوريړ او حتي د کورونا واکسین هم ورکول کېږي.

ځینې افغانان وايي، طالبان د دې لپاره ډېر زړور شوي چې پوهیږي که په جګړه کې ونیول شي یا په پیسو خوشي کېږي، یا په محبسونو کې ژوندي پاتې کېږي.

د دوی په باور لازمه ده چې د هر وژل شوي کومانډو یا هر بل تسلیم شوي پوځي په بدل کې لس طالبان له محبسه راوایستل شي او په چوکونو کې په دار وځړول شی څو په آینده کې طالبان جنګي قوانینو ته پام وکړي.

کله چې طالب هیڅ ډول بشري حقونه نه مني، باید له دوی سره ورته برخورد وشي. نور باید د افغانستان حکومت د نړیوالو قوانینو پروا ونه کړي. هغه ډله یې چې هیڅ ډول قوانین نه مني، له هغې سره د انساني او بشري حقونو پر اساس چلند هیڅ معنا نه لري.

2 COMMENTS

  1. وایي: تور خر نه سپینېږي. طالبان هغه ځناور دي چې اوس یې امریکا د دې هېواد د پرمختګ د مخنیوي لپاره یو ځل بیا د افغانستان پر خلکو واکمنوي. دوی هېڅ بدلون ندی موندلی او هغه چې وو، اوس هم هغه دي او د ای اس ای د موخو د پلي کولو لپاره ښه ابزار دي. افغان حکومت هم داسې خاص څه ونکړل چې څوک یې چندان ارمان وکړي. پرته له فساد، غلا، چور، رشوت او غصب څخه بل هېڅ یو حکومتي بنسټ پیاوړی نه کړو. طالبان وایي چې په قران او سنت کې بدلون ندی راغلی نو مونږ څرنګه بدلون ومومو. مننه

  2. شاغلی منان!
    ته د جمهوریت او قانون پلي کولو مدعي یې، د بشر د حقوقو د اعلامیې د قبلولو مدعي يې، پر ولسي انتخاباتو باورمن ځان بولې، د امریکايي ډیموکراسۍ د پلي کولو ادعا لرې……
    هغه بل ته وحشي وايي، تروریست یې بولې، نادان ملا او طالب یې یادوې و تور پنجاب ته یې ور ورور کوې، د وطن دشمن یې بولې….. شرمیږي نه چې ځان له طالب سره مقایسه کوې؟؟؟
    ته څرنګ کولای شي داسي نا پړیتي و کاږې؟ د انسان مرګ و تاته لکه چې مسخره شکاري، د یوه په مقابل کشي لس وژنې! وا، دنر بچیه څوني عدالت خواه یې، څوني زړور او بې پروا یې، وژنه پشتانه وژنه، هو وژنه یې…شل کاله دي هم پخپله او هم په پردیو ووژل، لادې زړه نه دی سوړ؟
    ته یو لیتر وینه په لس لیتره وینه مینځې، ته د فرعوني، ستالیني او هیټلري کړنو تقلید کوې، ته مریض شوی یې، نه نه سم لیونی شوی یې…

    تاند څرنګ داسي ناپړیتي خپروي؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب