جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پنتاګون ویندوی وايي، طالبان باور لري چې افغانستان په زور نیولی...

د پنتاګون ویندوی وايي، طالبان باور لري چې افغانستان په زور نیولی شي

تاند(سې شنبه، د سرطان۲۲) د پینتاګون ویندوی وايي، طالبان باور لري چې دوی د جګړې له لارې افغانستان نیولی شي.

جان کربي پرون (دوشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل «له هغه څه چې دوی یې کوي، په زغرده ښکاري. دوی باور لري چې د دې جګړې د پای ته رسېدا لپاره پوځي حللار شته.»

ده دا څرګندونې په داسې مهال وکړې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو وروستني قوماندان جنرال سکاټ میلر خپل ماموریت پای ته ورساوه او په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو (سینټکام) قوماندان جنرال مک کینزي په کابل کې په یو لړ مراسمو کې د امریکايي ځواکونو د څارنې مسوولیت په غاړه واخیست.

جنرال مک‌کنزي به بیا هم د دې صلاحیت ولري چې د اړتیا په صورت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسله‌والو طالبانو هوایي بریدونه وکړي.

جنرال مک‌کنزي که څه هم ومنله چې د افغان ځواکونو د ملاتړ دوام به یو څه ستونزمن وي، خو دوی به دغه ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه دغه ‌راز محتاطانه خبرداری ورکړ چې ښکاري وسله‌وال طالبان په افغانستان کې روانه جګړه چې امریکا یې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې د پای ته رسېدو هڅې کوي، د ځواک له لارې پای ته رسول غواړي.

جنرال مک‌کنزي که څه هم دا ومنله چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو مرکزونه له خطر سره مخامخ دي، خو زیاته‌یې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې له هغو دفاع وکړي.

ده افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل«تاسو په راتلونکو خطرناکو او سختو ورځو کې زموږ پر ملاتړ حساب کولی شئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه چارواکي امیرخان متقي، چې د پاکستان له آی ایس آی سره ډېرې نژدې اړیکې لري، پرون له جګړې پرته طالبانو ته د ولایتونو د مرکزونو د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

متقي همداراز ویلي، که خلک او په تېره بیا پر چارواکو نفوذ لرونکي کسان غواړي چې ټولګټې تاسیسات ویجاړ نه شي، روغتونونه له منځه لاړ نه شي نو ښارونه دې طالبانو ته بې جنګه تسلیم کړي.

2 COMMENTS

  1. کوم یو ددې حرمونو څخه د ای اس ای روزل شوي سپیان نه دي چې دوس امیر خان متقي دي نه وي. دوی خو په خپل عزت او ناموس هم صرفه نه کوي نو ددې هېواد په تاسیساتو به څه صرفه کوي. دا حرموني په دې هم نه پوهېږي چې دوی یوازې او یوازې د جکړې لپاره د سوخت وسیلې دي، کله چې وخت یې راشي لکه ړوند ملا عمر او د بن لادن په شان به یې سر په کونه ور ښخ کړي او چېرې په کوم ګندګۍ کې به پراته وي. انشاءالله

  2. علیپور څه سو دا خویی هزارستان هم ورڅخه ونیو. علیپوردملی اردو ځرحکی ویشتلای شوی، خو یو سپیره طالب ورڅخه په یوه ورځ کی دوه ولسوالی ونیولی اوس به محقق دانش او خلیلی سوری لټوی چي پکی پټ سی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب