جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهبلوچ جنګیالیو تېره شپه ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

بلوچ جنګیالیو تېره شپه ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) بلوچ بیلتون‌پالو تېره شپه د پاکستاني پوځیانو پر پوسته وسله وال برید کړی چې په پایله کې یې ۳ پوځیان وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د بلوچ بیلتون‌پالو وسله والې ډلې ویاند ګهرام بلوچ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې ملګرو یې تېره شپه د کیچ په “تمپ” سیمه کې د پوځ پر پوست برید کړی دی.

هغه ویلي، پوسته یې په بشپړ ډول سوځولې، وسلې یې ورڅخه غنیمت کړي، ۳ پوځیان یې وژلي، ۲ یې ټپیان کړي او نور ورڅخه په تېښته بریالي شوي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، بلوچ بیلتون‌پال به تر هغې د پاکستان د حکومت پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي، تر هغې چې بلوچستان یې ورڅخه په پوره ډول نه وي ازاد کړی.

یادې ډلې تېره ورځ هم د بلوچستان د کیچ ولسوالي په “چکاب” سیمه کې ۸ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. تاندوالو، قدرمنو عزتمنو خبر مو سم ندی. دا بیلتونپال ندی، دا بلوچ مجاهدین دی. دوی نارینه خلک دی دا د پنجابی سامراج په وړاندی پاڅیدلی ننګیالی دی. دا د پښتنو په شان غیرتی خلک دی. دوی د پنجاب په وړاندی جهاد پیل کړی دو ته بیلتونپال مه وایه بیلتونپال څه مانا؟ دا کلمه د دوی وصف ندی ، بلکی جهاد ددوی وصف الحال دی غلطی مو سمه کړی بیا داسې غلطی ونه کی . دا سرمچالان دی یعنی سر بایلونکی غیرتیان. په دی خبره پوه شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب