سه شنبه, مې 21, 2024
Homeټولنیزیو مدبر لیکوال| محمد مصطفی سمون‎‎

یو مدبر لیکوال| محمد مصطفی سمون‎‎

نصیر احمد احمدي یوازې د لیکوالۍ په لوړ پوړ کې نه، بلکې دروند، مدبر، ارام مزاجه او د نیکو اخلاقو انسان و. د پښتني ټولنې په ټولو اړخونو اگاه لیکوال او ذوق مطابق اثار یې وپنځول، چې د ده په اثارو کې موږ د ټولنې مبتکر او راڼه انځورونه وینو.
ډېری انسانان دې نړۍ ته راځي او بې خیاله او فکره بېرته کوچیږي؛ خو ځینې بیا د ټولنې او ژوندانه تل ته ننوزي، انساني برخوردونه او ښېګڼې پلټي انسان ته د تعامل، فکر کولو او نیمګړتیاوو ته د متوجه کولو چل ور زده کوي. دا چاره په ډېرو انسانانو کې نه لیدل کېږي؛ خو ځینې بیا دومره په دې موضوعاتو کې ورک شي، چې هره شېبه د انسان د ویښولو په لار کې خپل فکري لیدلوری څرګندوي. موږ د داسې انسانانو په قدر او ښېګنو هغه وخت ښه پوهېږو، چې کله له قلمه لاس واخلي یا له موږه وکوچیږي؛ نو هله مو د انسانیت مزي په حرکت راشي.
متل دی، چې (په ژوندیو کې مو ښه او په مړو کې مو بد نه شته)
موږ  تل دا چاره ترسره کړې، چې متحرک انسانان کم او ساکن ډېر یادوو. د متحرکو انسانانو له جملې څخه یو هم احمدي صاحب و، چې د ټولنې په ژبه، کلتور، ذوق، ټولنیزو نزاکتونو او نیمګړتیاوو اگاه انسان و. د همدې  اگاهۍ له مخې یې د پښتو ژبې لپاره داسې شهکار اثار پرېښودل، چې ټولنې ته د مثبت فکر کولو لیدلوری ورکوي. د پښتو ژبې لوستونکو ترې د ډېرو نورو اثارو تمه درلوده ؛خو د دې مدبر لیکوال د ژوند مهال لنډ و او پښتو داستاني نوښتگر سبک یتیم شو او د پښتني ټبر د داسې نوښتګر، روان او فکر کوونکي لیکوال له هنره بې برخې شو.
موږ به تر ډېره د ده د مبتکر خیال او فکر له تشې سره مخ یو.
خدای دې یې پر گور رڼا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب