شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد خوست دیني عالمان: په یوه مذهب کې هم د افغانانو وژل...

د خوست دیني عالمان: په یوه مذهب کې هم د افغانانو وژل جواز نه لري

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) د خوست ولایت لسګونو دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې د بې ګناه افغانانو د وژنې پر خلاف غږ پورته کړ او ویې ویل چې نور باید د افغانستان عامه شتمنۍ لوټ نه شي.

دوی د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې نور دې له جګړو لاس واخلي او په یوې تلپاتې سولې دې رضا شي.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، نور باید د افغانانو ملي شتمنۍ ونه نړول شي، ظلم او زیاتی ورسره ونه شي او په وینا یې چې په یوه مذهب کې هم د افغانانو وژل جواز نه لري.

دیني عالمانو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف ویناوې وکړې او زیاته یې کړه چې نور باید د پردیو د خوشالولو لپاره خپل وطن وران نه شي.

مولوي احسان الله حسین وویل، کله چې طالبان له امریکا سره خبرې کوي په کار ده چې له خپل افغان ورور سره هم د خبرو مېز ته کېني او خپلې ستونزې ورته د خبرو له لارې بیان کړي.

دغو دیني عالمانو وویل، تل د حق ویلو، د سولې راتلو، بیارغونې، پرمختګ، د افغانانو د یووالي، د خدای د حکمونو د پلي کېدو غوښتونکي دي او هغه څوک چې خپل وطن ورانوي دوی یې ملګرتیا نه کوي.

د غونډې ګډونوالو همدارنګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې افغان پوځ تل د خپلو هېوادوالو د خوندي ژوند لپاره قربانۍ ورکړي او خلکو ته یې د هوسا ژوند تېرولو فرصت برابر کړ دی.

د خوست دیني عالمانو داسې مهال په افغانستان کې روانه جګړه د دیني ارزښتونو سره په ټکر کې  وبلله چې څو ورځې مخکې د افغانستان علماوو سرتاسري شورا هم په دې هېواد کې  وروستي امنیتي وضعیت ته په کتو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او روانه جګړه یې جهاد نه بلکې فتنه وبلله.

د یادې شورا د یوې پرېکړې په صادرولو سره له دواړو خواوو وغوښتل چې ژر تر ژره دې جګړه پای ته ورسوي او په یو سراسري اوربند دې سلا وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب